په غزني ښار کې د نښتو په اړه ضد و نقیض راپورونه A

 
تاند- د افغانستان حکومت وايي چې له غزني ښاره یې طالبان شړلي او د ښار بشپړ کنټرول د امنیتي خواکونو په لاس کې دی.

له بلې خوا په داسې حال کې چې طالبانو د غزني د موبایل ټېلفونونو شبکې ویجاړې کړي او له غزني ښار سره هر ډول ټېلفوني تماس پرې شوی، دا ډله ادعا کوي چې ښار یې نیولی دی.

راپورونه وايي چې تېره شپه غزني ارام و خو له سهاره د ښار په منځ او ځینو لمنو کې نښته پیل شوې ده.

په ښار کې دوکانونه بند دي، خلک لا هم وارخطا دي او د ډزو اوازونه اوري.

شاهدان وايي چې د ښار په ځینو برخو کې یې طالبان لیدلي او له خلکو تلاشي اخلي.

د غلام سرور په نوم یوه غزنیوال وویل چې طالبان یې ولیدل چې د غزني پر امنیه قوماندانۍ یې راکټونه ویشتل.

ده دا هم وویل چې طالبان د خلکو کورونو ته ننوتي او له کورونو څخه هم پر امنیتي ځواکونو ډزې کوي.

یوه بل شاهد د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل چې طالبانو د ملي امنیت د ریاست پر ودانۍ حمله کړې او هڅه کوي چې دا ودانۍ ونیسي.

ده وویل چې د ښار یو شمېر دوکانونو اور اخیستی دی.

اوازې دي چې د غزني ښار محبس هم د طالبانو لاس ته ورغلی او بندیان یې خوشي کړي دي.

د کابل – کندهار لویه لار هم د غزني د جګړې او دغه راز د میدان وردک ولایت د سیداباد ولسوالي د نښتې له کبله بنده ده.

افغان امنیتي چارواکو نن /شنبه/ د غزني د وروستي وضعیت په اړه وویل چې ښار یې په کنترول کې دی خو په ځینو څنډو کې یې خال خال نښتې دوام لري. پرون ماښام افغان چارواکو ویلي و چې ښار یې له طالبانو تصفیه کړی دی.

د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ویندویانو دا ادعاوې په کلکه رد کړې چې ګنې طالبانو پر قوماندانۍ یا ملي امنیت بریدونه کړي. دوی وايي چې ښار د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش نن یوې خبري غونډې ته وویل چې امنیتي ځواکونه په ښار کې تلاشي کوي خو په ځینو برخو کې تیت پرک ډزې کېږي؛ په تېره بیا په حسن اباد کې. ده په عین حال کې ټینګار وکړ چې په غزني کې عمومي وضعیت تر کنټرول لاندې دی او هیڅ تشویش نشته.

ده وویل چې ۱۵۰ تنه طالبان وژل شوي یا ټپیان دي. دانش د امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمېر ۲۶ تنه وباله او ویې ویل چې یو خبریال هم وژل شوی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.