په شمال کې به د داعش پر ضد پراخ عملیات پیل شي

تاند- افغان او ناټو ځواکونه د افغانستان په شمال کې د داعش پر ضد پراخ عملیات پیلوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري نن /سې شنبه/ وویل، دفاع وزارت په سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د داعش پر ضد د پراخو عملیاتو پلان جوړ کړی دی او ژر به دا عملیات پیل شي.

«موږ خبر یوو چې د دوی په منځ کې ګڼ بهرني سختدریځي شته، خو موږ به له یو مخې بې له دې چې د دوی ملیت ته پام وکړو، ټول له منځه یوسو.»

د داعش سختدریځه ډله له هغې ګډوډۍ څخه په استفادې، چې وسله والو طالبانو په افغانستان کې رامنځته کړې، په ۲۰۱۵ کې پیدا شوه، لومړی یې په ننګرهار کې ځینې سیمې ونیولې، خو اوس یې په بدخشان، فاریاب، جوزجان، سرپل، غور، لغمان او کونړ کې هم ریښې ځغلولي دي.

د دې ډلې اکثره غړي پخوا له طالبانو سره ملګري ول.

په وروستیو ورځو کې یو شمېر فرانسویان او عربان د افغانستان په شمال کې له داعش سره یوځای شول.

جنرال وزیري د عملیاتو د پلان نور جزییات څرګند نه کړل خو ویې ویل چې ژر به پیل شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.