په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اعلاميه!

 

 

سويډن – مالمو

د۲۰۱۷ ز کال دجولاي ۲۴

په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اعلاميه!

پدې ورستيوکي دافغانستان په دولتي تشکيل کي يوشمېر شامل کسان اوډلي چې خپله ددولت په مشرتابه کي فعال رول لري دخپلونورو له ولسی گټو نه بېگانه موخو لپاره ددولت پرخلاف داپوزيسيون تر نامه لاندي له هيوادنه بهر ترکيې نه ږغ پورته کوي .

ددې اصل په پوهېدوسره چې په يوه مدني اوډيموکراتيکه ټولنه کښي دهغه هيواد ټول وگړي دقانون له مخي دخپل نظر اوعقيدې دبيان حق لري .وړانديز،گوتنونه ،معقولی لارښودنې،په سياسی فعاليت کي گډون ديوه هيواد دټولو اتباعو قانوني حق دی، مگر له دې حق نه معقوله اودملت په گټه استفاده بيا دټولوملي مسوليت دی .

ځکه خوزموږ فرهنگی ټولني مشرتابه دافغانستان سياسي اونظامی حالاتوته په کتوسره ،پدې ډول دسياسي فعاليت دپيل اعلانول دملی گټوسره په ټکرکي بولي .داپدې خاطر چې ددې اپوزيسيون ټول مشران ددولت مشرتابه جوړوی، نوکه دولتی اداره له ستونزو اوناخوالوسره لاس اوگرېوان ده ؟ داپه حقيقت کي دملت دعام ولس پر وړاندي دهمدې کسانو مسوليت دی . او په دولت کي ددولتی داپوزيسيون جوړل سره لدې حې هيڅ حقوقی منطق نلري ،په حقيقت کي پر خپلوکړنوسترگی پټول اودولس غولول بولو .

متاسفانه دوي ددې پرځاي چې دملت معقولوسوالوته مثبت جواب ووايي خپله ددولتی سيستم دړنگېدولپاره مټی رانغاړي .

موږ فکر کووافغان ولس به هيڅکله دداسی کسانو ملاتړونکړي ،کوم چې مشرتابه یې ددولت مشران بيا اوخپله ددولت پروړاندي اپوزيسيون دجوړېدو اوددولت پرخلاف دحرکتنو دپيل وړانديز کوي .

موږ په افغانستان کي داحرکت دولتی اپوزيسيون بولو نه ملی اويادملت دنجات اپوزيسيون !

که دسياسي اپوزيسيون تعريف اوتعبيرته وگورو نوپه افغانستان کي داکسان اوددوي لخوا جوړ ي سوی ډلی نسی کولاي ځان دسياسي اپوزيسيون په نوم اعلان کړي .

موږ دټولوهغونه چې غواړي ديوبسيا اوپرځان متقي هيواد ولری ږغ کوو،ټول هغه اختلافونه ،خوابدی چې ستاسوترمنځ شته ديومعقول تفاهم له مخې دملی گټودساتلو اوهغو ته درناوی په موخه حل کړئ ،يو سياسی ځواک اوشخص ته بايد ترهرڅه وړاندي دخپل هيوادملی گټې محترمی وي ،شخصی اوډله ايزي .

علم اوتاريخي تجريبو ثابه کړې،دسياست نه معقوله استفاده ولسونه دبرياولورته اونامعقوله یې دبربادی کندي ته ورټيل وهی .

زموږ فرهنگی ټولنه پدې ډاډه ده چي افغان ولس ډيرخواخوږي اوپر وطن مين شخصيتونه اوسياسي ډلی لري، له ټولونه موغوښتنه داده چي دخپلو شخصي گټو اوارزوگانوساتلو اوياپر يوچا باندي منلولپاره دزور،قومی،ژبنی ،سمتی اړېکوله استفادې نه ډډه وکړي .

داهيواد پدې هيوادکي دټولومېشتوافغانانوگډکوردی ،دا کور بايد پخپله اوپه گډه له ټولوملي،سيمه ايزو اونړيوالو ناخوالونه وساتو .

ټولوهغوډلو،دسياسی نوم اونښان نه استفاده کونکوته مووړانديزدادی چې په افغانستان کي دکودتاگانو،رژيم پرخلاف چيغی ،دموقتی يا انتقالی ادارې جوړ ول ،ياله ټاکل سوی وخت نه وړاندي دټاکنوخبره راپورته کول ،دځينو احساساتی کسانو په نظر استراری حالت اعلانول داټول دافغان ولس په گټه نه بلکې دافغانستان دملي گټوسره یې په عينی ټکر کي بولو .

زموږ دفرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه پدې باورده چې په افغانستان کي مطرح سياسي ډلی او شخصيتونه ددې پرځاي چي ځان ددولتی اپوزيسيون ديوغړي،يا رهبرپه نوم راڅرگندکړي ،دهمدې دولت سره دافغانستان دنجات اوپدي هيواد کي دسولی ،ثبات اواقتصادي پياوړتيا لپاره هر اړخيزه مرسته وکړي .

موږ پدې باوريو چې له دې لارو تاسو کولاي سی خپل هيواد ته سوله ،سياسی ثبات اوولس ته ښېرازی ډالی کړي .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور

……………..

ور دانش: ائتلاف نجات افغانستان منطق سياسى و حقوقى ندار

سرور دانش: در شرایط کنونی کودتا در کشور امکان پذیر نیست

***********************************************

محمد سرور دانش، معاون دوم رییس جمهور طرح های همچون به میان آمدن اداره موقت و انتخابات زود هنگام را در کشور غیر عملی و در تضاد با قانون اساسی و مخالف منافع ملی می داند.

آقای دانش که در میان مردم در ولایت دایکندی در مرکز این ولایت صحبت می کرد، اپوزیسون «درون حکومتی» را فاقد منطق حقوقی و سیاسی دانست و تأکید کرد که در شرایط کنونی، کودتا در کشور امکان پذیر نیست.

وی در این باره افزود: «هیچ کس نمی تواند، هیچ یکی از ما و شما نمی توانیم توجیهی معقول بیاوریم برای این که از درون نظام به تضعیف نظام پرداخته شود.»

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.