په خوست کې د واده پر ګډونوالو په ډزو کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي

 

تاند- په خوست کې یوه سړي د واده پر ګډونوالو ډزې وکړې او لږترلږه ۵ تنه یې ووژل.

په دې پېښه کې، چې د خوست د تڼیو ولسوالي په درګۍ سیمه کې وشوه، ۱۳ تنه نور ژوبل شوي دي.

تراوسه پورې د دې برید انګېزه څرګنده نه ده او د دولت وسله والو مخالفو ډلو هم تر دې دمه څه نه دي ویلي.

طالبان او داعش په خوست او نورو ولایتونو کې په دا ډول مراسمو کې ځینې وخت بریدونه کوي خو دا احتمال هم شته چې دا برید د شخصي دښمنیو له کبله شوی وي.

طالبانو د جمعې په ورځ د الفتح په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل او ورسره یې تاوتریخوالو ته نور زور هم ورکړ.

د خوست د والي ویندوی طالب منګل وايي چې په وژل شویو کسانو کې ۳ تنه مېلمانه ول.

منګل وايي چې د پېښې د علت په اړه څېړنې روانې دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.