په افغان سوله کې د پاکستان د همکارۍ په اړه د سولې د شورا هیله مندي!

دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې عالی شورا وايي، محمد عمر داوودزی د پاکستان له چارواکو سره پر لیدو کتو هیله ښودلې چې په نېږدې راتلونکې کې به د سولې په اړه بین الافغاني خبرې پیل شي.

پاکستان ته د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء د رئیس د سفر د څلورمې ورځې په تېرېدو سره، د سولي د عالي شورا مسؤلین هیله ښيي چې دغه سفر به ښې لاسته راوړنې ولري او پاکستان به د بین الافغاني خبرو لپاره د زمینو په برابرولو کې مرسته وکړي.

د دغې شورا د اجرائیه پلاوي غړي محمد اسماعیل قاسمیار د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داوود زی له پاکستاني چارواکو سره پر لیدو کتو خوشبین دی.
​دی وایي:

“داوودزی صاحب له دغو لیدو کتو خوشبین دی او هیله یې ښودلې چې په دغه لږ وخت کې وکړای شو چې بین الافغاني مذاکرات پیل کړو، په دې کې د پاکستان حکومت مهم نقش لري، یعنې که هغوی همکاري وکړي، پر بین الافغاني مذاکراتو به مستقیم اثر وکړي او د طالبانو موافقه واخلي.”

ښاغلي قاسمیار وویل، د پاکستان اوسني حکومت ډېره توجو د پاکستان اقتصاد ته اړولې او په دې پوهېدلی چې د افغانستان سوله د پاکستان د اقتصاد په ګټه ده.

ښاغلي داوودزي د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د څلورو ورځو لپاره د افغانستان د سولې د خبرو په هدف، اسلام اباد ته سفر کړی دی.

ده ویلي چې پاکستان ته یې د سفر هدف دا دی چې د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان په ګډون د سیمې د هېوادونو هڅې همغږې او یوه مسیر ته راولي.

د سولې د عالي شورا د معلوماتو له مخې، عمر داوودزي په دغه سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي، د پاکستان د جمعیت علما له مشر مولانا فضل الرحمن، د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسفندیار ولي او یو شمېر نورو سیاسي چارواکو سره لیدلي دي.

پخوا تر دې د سولي د عالي شورا ویاند احسان الله طاهري ازادي راډیو ته ویلي چې په دغو لیدو کتو کې موافقه شوې چې د افغانستان د سولې لپاره به ګامونه پورته کړي چې په نېږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د دینې عالمانو ګډه غونډه جوړه شي.

په ورته وخت کې د نړیوالو مسایلو ځیني پوهان وايي، که څه هم پاکستان تل د افغانستان پر وړاندې دوه مخی سیاست لرلای، خو اوس نړیوالو فشارونو او ځینو نورو مواردو پاکستان اړایستی چې د سولې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د دغو پوهانو له ډلې حمید عزیزي ازادي راډیو ته وویل:

“د پاکستان له دولت سره له دې چې د امریکا د مرستو یوه برخه یې له لاسه وکړه او د افغانستان تجارت هم د نورو هېوادونو له لارې ترسره کېږي، د دې ترڅنګ پر هغه هېواد فشارونه هم راوړل کېږي او دغه هېواد غواړي چې کم یې کړي، له همدې امله پاکستانیان اړ دي چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.”

دی وایي، دغه وضعیت باید ښه مدیریت شي او که سم مدیریت نه شي او موږ هغو شرایطو ته ستانه شو چې د پاکستان ګټه د افغانستان له جنګه تمویل شي، د سولې او امنیت لپاره به مو هیلې، ناهیلې شي.

راپور: خان محمد سیند

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.