په افغان سوله کې د ملګرو ملتونو رول او اغېز!
دآزادی راډیو
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول او اغېز د پام وړ او مثبت دی.
د دغه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل که څه هم د سولې او ثبات ټینګښت د افغانانو مسؤلیت دی، خو ملګري ملتونه هم کولای شي په دې برخه کې په اغېزمن شکل له افغانانو سره مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
“په دې برخه کې تر ټولو وړاندې مسؤلیت زموږ دی او په کار ده چې موږ په مسؤلیت سره مخ ته ولاړ شو، څو ستونزې مو حل کړې وي، خو ملګري ملتونه د یوه مهم نړیوال ادرس په توګه له افغان حکومت سره مرسته کولای شي او لاهم د افغان حکومت لومړیتوبونه ورته مهم دي.”
د اکتوبر د میاشتې څلوروېشتمه نېټه د ملګرو ملتونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، دغه ورځ هرکال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لمانځل کېږي.
د ملګرو ملتونو بنسټ د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په کال ۱۹۴۵ رامنځته شو او دا مهال د نړۍ تقریباً ټول هېوادونه یې غړیتوب لري.
د نورو ګڼو مسایلو ترڅنګ په هېوادونو کې د شخړۍ هوارۍ او د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته د ملګرو ملتونو مهم ماموریت ګڼل کېږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رول او اغېز په اړه بېلابېل لید لوري موجودي دي.
د نړیوالو او سیاسي چارو کارپوهان انتقاد کوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعاله حضور سره سره لاهم د روانو شخړو له کبله هره ورځ لسګونه بې ګناه وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د نړیوالو چارو کارپوه مشتاق رحیم وايي، که څه هم د بیا رغونې او د بشري حقونو د تامین په برخه کې د ملګرو ملتونو له رول څخه سترګې نه شي پټېدای، خو دا هم یو واقعیت دی چې دغه بنسټ د سولې او ثبات په ټینګښت کې پاتی راغلی.
نوموړي زیاته کړه:
“دغه معاصره دوره چې تاسو یاده کړه، زه فکر کوم چې د سولې په برخه کې ملګري ملتونه کاملاً ناکام دي او دوی هیڅ نه دي توانېدلي چې د سولې د ټینګښت په برخه کې خپل اغېز خپور کړي.”
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز بیا وايي، ملګرو ملتونو له لسیزو راهیسې د نړۍ او سیمې پیاوړو هېوادونو ته دا قناعت ورنه کړ چې په افغانستان کې ثبات د ټولو په ګټه دی.
د دغه مرکز رئیس رفیع الله نیازی وايي، ملګرو ملتونو نه یوازې په بهر کې ونشوای کړای چې اجماع رامنځته کړي بلکې په کور د ننه هم د شته سیاسي اخلافاتو د حل په برخه کې ناکام وو.
خو دا چې د کومو دلایلو له کبله ملګرو ملتونو ونشوای کړای په افغانستان کې د ثبات او سولې د ټینګښت رول ولوبوي همدغه پوښتنه د سیاسي چارو کارپوه بیشر هاتف ځوابوي:
“په دې کې شک نشته چې ملګرو ملتونو او یاهم دوی پورې تړولو ارګانو د سولې د ټینګښت په برخه کې ځینې هڅې کړې دي، د ځینو ستونزو پر اساس دغه هڅو نتیجه نه ده ورکړې او په ټوله کې د ملګرو ملتونو کمزوری چلند د دې لامل شوی چې تراوسه پورې د سولې ټول منلی میکانیزم جوړ نه شي او د سولې لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته نه شي.”
هڅه مو وکړه چې په افغانستان کې د ملګري ملتونو د رول د اغېز منتوب په اړه په کابل کې د دوی دفتر نظر هم واخلو خو هغوی په دې اړه څه ویلو ته حاضر نه شول.
خو په ملګرو ملتونو کې یوې سرچینې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ملګرو ملتونو په هڅو کې په افغانستان کې ګڼ مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني بیا د ملګرو ملتونو پر چارو د انتقاد ترڅنګ سپارښتنه وکړه چې دغه بنسټ باید خپلې کړنې لا منسجمې او اغېزمنې کړي.
عام افغانان بیا د ملګرو ملتونو د رول په اړه بېلابېل نظرونه لري.
ځینې یې له فعالیت څخه خوښ او ځینې نور بیا ناخوښه دي.
د ډاکټر برهان او حمدالله په نوم دوو تنو داسې وویل:
“یوناما نه یوازې په افغانستان کې نه بلکې په ټوله نړۍ کې کار کوي، موږ عملاً ګورو چې دوی په هره برخه کې په بنیادي توګه کار کوي، موږ ترې خوشحاله یو.”
“په افغانستان کې د یوناما ماموریت ناکامه دی، که ته فکر کوې چې د ماشومانو په برخه کې یې کار کړی، نو تاسو ګورۍ چې ډېری ماشومان په کوڅو کې خیر ټولوي.”
که څه هم عمومي باور دا دی چې ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې لا ډېر رول ولوبوي، خو د سیاسي چارو کارپوه حمید عزیزي بیا وايي، ملګري ملتونه هم ځینې محدویتونه لري.
د ښاغلي عزیزي په خبره په افغانستان کې دننه د کورنیو ستونزو سربېره ملګرو ملتونو ته د نړۍ د یو شمېر پیاوړو هېوادونو بې اعتنايي هم د دغه مهم بنسټ پر رول منفي اغېز کړی.
راپور: حدیث پردېس
نظرات بسته شده است.