په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات روان دي

دآزادی راډیو
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.
پخواني معلومات
نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

تازه سر ته راوله زاړه سر ته راوله

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایي، سبا یکشنبه به هم په افغانستان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره کلک امنیتي تدابیر دوام ولري.

ویس احمد برمک له ازادي راډیو سره په مرکه کې دا خبره وکړه.

نوموړي وویل:

“امنیتي تدابیر به په همدې کچه او همدې ډول ادامه ولري او ترهغو چې وروستی د رأیو صندوق مرکز ته نه وي را رسېدلی، امنیتي تدابیر به همداسې دوام ولري.”

ښاغلي برمک زیاته کړه، د رأیو ډېری مرکزونه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا د تخنیکي ستونزو له کبله تړلي پاتې شول، خو امنیتي ستونزې د دې کار لامل نه دي شوي.

د کورنیو چارو وزیر یو ځل بیا خلکو ته ډاډ ورکړ چې د رأیې ورکولو تر وروستۍ شېبې پورې به یې امنیت ټینګ وي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایي، سبا یکشنبه به هم په افغانستان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره کلک امنیتي تدابیر دوام ولري.

ویس احمد برمک له آزادي راډیو سره په مرکه کې دا خبره وکړه:

“امنیتي تدابیر به په همدې کچه او همدې ډول ادامه ولري او ترهغو چې وروستی د رایو صندوق مرکز ته نه وي رسېدلی، امنیتي تدابیر به همداسي دوام ولري.”

ښاغلي برمک زیاته کړه د رایو ډېری مرکزونه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لخوا د تخنیکي ستونزو له کبله تړلي پاته شول، خو امنیتي ستونزې د دې کار لامل نه دي شوي.

د کورنیو چارو وزیر یو ځل بیا خلکو ته ډاډ ورکړ چې د رای ورکولو تر وروستۍ شېبې پورې به یې امنیت ټینګ وي.

کندهار هغه ولایت دی چې د دغه ولایت د امنیه قوماندان جنرال رازق د وژل کېدو له امله په‌کې ټاکنې یوه اوونۍ وځنډېدې.
د دغه ولایت ډېری اوسېدونکو د ازادي راډیو له خبریال صادق رښتیني سره په خبرو کې د راتلونکې اوونۍ د ټاکنو لپاره چمتووالی وښود.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.