په افغانستان کې د نا امنیو له کبله خبریالانې کمې شوې ۴ hours ago ممتاز بهیر

 

دامریکا غږ

د افغانستان د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز په یو تازه رپوټ کې ویلي، چې په وروستیو کلونو په ځانګړي ډول تیرو دوو کلونو کې د جګړو او ناامنیو له امله په رسنیو کې د ښځو شمېر په کمیدو دی.

دغه رپوټ، چې د ۷۴ لویو او سیمه‌ییزو رسنیو او د خبریالانو د ملاتړ د څلورو ادارو له ښځینه کارکوونکو سره د مرکو له لارې جوړ شوی په کې راغلي، چې په دغه شمیر رسنیو کې ۱۰۳۷ ښځینه خبریالانې په دندو بوختې دي.

په رپوټ کې ویل شوي، چې د ولایتونو په کچه د ناامنیو له امله په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شمیره مخ په کمیدو ده.

د دغه مرکز مشرې فریدې نیکزاد د رپوټ د وړاندې کولو پر مهال خبریالانو ته وویل، د ښځو پر وړاندې ټولنیزې ستونزې او کورني محدودیتونه نور هغه عوامل دي، چې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د شمیرې د کموالي لامل شوي دي.

په رپوټ کې راغلي “په ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کلونو کې د رسنیو شپږ ښځینه همکارانې وژل شوي دي. د رسنیو مدافع ټولنې او اتحادیې ټولې په دې سلا‌ء دي، چې د نارینه‌و په پرتله د رسنیو ښځینه همکارانې له زیات تاوتریخوالي سره مخ دي. د رسنیو ښځینه همکارانې په سړکونو، دندې پر مهال، راپور ورکونه، مرکو پر مهال او آن دننه د رسنۍ په کاري چاپیریال کې د وینا او فزیکي تاوتریخوالي سره مخ دي”.

دغه مرکز اندیښنه ښودلې، چې له ښځینه خبریالانو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره تر اوسه هیڅ ډول قانون او مسؤله اداره نه ده رامنځ ته شوې.

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز موندنې ښيي، چې په ارزگان، بدخشان، پنجشیر، پکتیا، پکتیکا، خوست، زابل، سرپل، سمنگان، غور، کاپیسا، کنړ، لغمان، لوگر، نورستان، نیمروز او وردګ ولایتونو کې هیڅ خبریاله په فزیکي ډول شتون نه لري.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو تولنه وايي، چې په تیرو دوو کلونو کې په هرات، پروان، بدخشان، کندز، کندهار، بامیان، تخار، خوست، وردګ، لوگر او غور ولایتونو کې له سلو زیاتو ښځینه خبریالانو خپلې دندې پریښې دي.

له دې مخکې د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې یا ‘نی’ په یو رپوټ کې ویلي وو، په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي فعالیت کوي، چې له ۱۸۰۰ څخه نیولې تر ۲۰۰۰ پورې یې ښځې دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.