په افغانستان کې د مېشتو امریکايي سرتېرو په اړه پنټاګون پر یوه پلان کار کوي

دآزادی راډیو

پنټاګون په یو داسې پلان کار کوي چې که نهايي شي، په افغانستان کې د مېشتو ۱۴ زرو امریکايي سرتېرو نیمايي تر اوړي پورې له دې هېواده وایستل شي.

دا خبره د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د یو شمېر امریکايي چارواکو له خولې کړې.
په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو په اړه پنټاګون پر یوه پلان کار کوي
دې خبري اژانس ویلي، دا به په داسې حال چې په افغانستان کې د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره هڅې روانې دي، د ولسمشر ټرمپ په ستراتیژۍ کې ناڅاپي بدلون وي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د یو امریکايي چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي، دا سرتېري تر اوړي پورې له افغانستانه وایستل شي، خو په اړه یې وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اوږدې مودې راهېسې له افغانستانه د سرتېرو په ایستلو ټینګار کاوه، خو د دې کال په پیل کې نوموړي د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس او نورو پوځي مشرانو له خوا وهڅول شو چې پر طالبانو د فشار ساتلو او د داعش ډلې سره د جګړې لپاره باید په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو حضور وساتل شي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د چارواکو له قوله وايي، د افغانستان څخه په وتلو د سپینې ماڼۍ وروستی ټینګار یو بل مهم علت و چې د امریکا دفاع وزیر مټېس د پنجشنبې په ورځ له خپلې دندې استعفا وکړه.

په زړه پورې منځ‌پانګه
ډېر لوستل شوي مطالب

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.