په افغانستان کې د انتخاباتو په ورځ امنیتي پیښې چیرته شوي

 

د افغانستان په ٣٢ ولایتونو کې د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانو د انتخاباتو د پیل سره جوخت چې طالبانو یې د گډوډولو گواښونه کړي وو په ځینو ولایتونو کې یو شمیر امنیتي پیښې شوي دي، خو د رای ورکولو بهیر په ټول افغانستان کې روان دی.

کابل

په کابل کې د رای ورکولو د مرکزونو له پرانستلو څو ساعته وروسته د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو ایښول شوی ماین هغه وخت وچاودید چې پولیسو یې د خنثی کولو هڅه کوله، په پیښه کې دوه پولیس او دوه ملکیان ټپیان شوي دي.

په کابل کې د رای ورکولو د مرکزونو له پرانستلو څو ساعته وروسته د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو ایښول شوی ماین هغه وخت وچاودید چې پولیسو یې د خنثی کولو هڅه کوله، په پیښه کې دوه پولیس او دوه ملکیان ټپیان شوي دي.

د کابل د ایمرجنسی روغتون د پیښې د ځای د څرگندولو پرته په ټویټر کې لیکلي دي یو مړی او ٣٦ ټپیان دې روغتون ته انتقال شوي دي چې ٢٥ ټپیان بستر شوي او ١١ تنه له درملنۍ وروسته رخصت شوي دي.

د افغانستان د عامه روغتیا وزارت د معالجوي طب رئیس ډاکتر محب الله، هم ویلي چې د انتخاباتو په ورځ درې مړي او ٢٥ ټپیان د کابل روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مقاماتو ویلي چې د چاودیدونکو موادو په وجه شوې د ١٢، ١٥ او ١٦ امنیتي خوزو په مربوطاتو کې چاودنې شوي خو مرگ ژوبله یې نده اړولې.

کندز

طالبانو د کندز ولایت په مربوطاتو لږ تر لږه اته راکټونه توغولي او همداشان یو شمیر انتخاباتي مواد یې له ځانه سره وړي دي.

د کندز د روغتون رئیسه ډاکتره مرضیه سلام یفتلي امریکا غږ ته ویلي چې په مجموعي توگه درې مړي – دوه پولیس او یو انتخاباتي کارکونکی- او همداشان ٣٩ ټپیان چې اکثر یې ملکي وگړي وو دغه روغتون ته انتقال شوي دي.

د کندز د انتخاباتو د کمیسیون د دفتر رئیس محمد رسول عمر، امریکا غږ ته وویل چې طالبانو د امام صاحب د ولسوالۍ د آبفروشان د رای ورکولو له یو مرکز نه ټول انتخاباتي وسایل د پولیسو د یو رنجر په گډون له ځانه سره وړي دي.

غور

د غور په ولایت کې د رای ورکونې د مرکزونو له پرانستلو لږ وروسته طالبانو د انتخاباتو دگډوډولو په مقصد له محلي پولیسو سره نښته وکړه چې په جگړه کې څلور محلي پولیس ووژل شول او دوه تنه یې طالبانو ونیول.

د غور ولایت د والي ویاند عبدالحی خطیبي امریکا غږ ته وویل چې په یوه بله ورته پیښه کې طالبانو چې د انتخاباتو د گډوډولو نیت یې درلود د غور د مرکز فیروزکوه ښار په لویدیځ کې د افغان ځواکونو او ولسي پاڅون له قواو سره په جگړه شول په پیښه کې دوه طالب جنگیالي ووژل شول.

کونړ

طالبانو همداشان د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې څو توغندي وار کړل چې ددې ولایت د امنیه قوماندان د مرستیال محمد زمان عیار، په وینا ددغو توغندیو په چاودنه کې دوه ښځې ټپي شوي دي.

وردک

د میدان وردک ولایت کې د میدان شهر په شاوخوا کې درې راکټ لږیدلي چې د میدان وردک د پولیسو د ویاند حکمت‌الله دراني په وینا کومه مرگ ژوبله یې نده اړولې او د رای ورکولو بهیر په عادي توگه روان دی.

هرات

د هرات ولایت د پولیسو قوماندان هم پدې ولایت کې د طالبانو د څو راکټي بریدونو خبر ورکوي.

د هرات امنیه قوماندان امین الله امرخیل، وویل چې د اوبه، ادرسکن، گلران، کشک رباط سنگي او شینډنډ ولسوالیو په مربوطاتو کې د رایو ورکولو په مرکزونو باندې د طالبانو راکټي بریدونه او ډزې شوي چې مرگ ژوبله یې نده اړولې.

همداشان د هرات ولایت د پولیسو ویاند جیلاني فرهاد، وایي د شینډنډ په ولسوالۍ کې د یو ماین په چاودنه کې یو وسله وال طالب وژل شوی او دوه نور طالب جنگیالي زخمي شوي دي.

د افغانستان د ولسي جرگې د انتخاباتو د امنیت لپاره څه دپاسه ٧٠ زره امنیتي منسوبین گمارل شوي دي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.