پر کندهار هوايي ډګر حمله؛ امریکايي ځواکونو توغول کېدونکي توغندي شنډ کړي

 

تاند (یکشنبه د ثور ۱۲) امریکايي ځواکونو د یوه هوايي برید په پایله کې هغه توغندي په نښه کړي چې پر کندهار هوايي ډګر د توغول کېدو لپاره چمتو شوي وو.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېت وايي، دا برید پرون مازدیګر شوی، خو په خبره یې چې ځاني او مالي زیان نه لري.

د ښاغلي لګېټ په خبره، پرون مازدیګر یې په یوه هوايي برید هغه توغندي له ‌منځه وړي چې په کندهار هوايي ډګر د برید لپاره ځای پر ځای شوي و.
نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو دا ټویټ یې نږدې پر دې هوايي ډګر د یوه توغندي له لګېدو او ډزو دوه ساعته وروسته کړی دی.

دا برید داسې مهال کېږي چې له افغانستانه د ناټو او امریکايي ځواکونو وتل پیل شوي دي.

که څه هم د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی، خو په افغانستان د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان طالبانو ته د دې ډول پېښو د بدو پایلو په هکله خبرداری ورکړی.

خو طالبانو پرون وویل چې د مې له لومړۍ نېټې وروسته، په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو پاتې کېدل دوی ته د هر ډول اقدام لار پرانیزي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم یادې ډلې ته د دې ډول پېښو د دوام د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

هغه په یوه پیغام کې طالبانو ته په اشارې وویل: «پر نړیوالو ځواکونو برید به تېروتنه وي. موږ پوځي وسایل لرو چې د ایتلافي قواوو پر ضد هر ډول بریدونو ته ځواب ووایو او داسې امکانات هم لرو چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ پرې وکړو.»

طالبانو تر اوسه د دې پېښې د مسؤلیت منلو او نه منلو په هکله څه نه دي ویلي.

امریکایي چارواکو تر دې مخکې هم ویلي و چې د سرتېرو د ایستلو پر مهال د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام او یا بریدونه به د دوی له سخت غبرګون سره مخامخ شي.

له همدې امله امریکا په سیمه کې خپلې جنګي الوتکې ځای پر ځای کړې دي او پرمختللي جنګي تجهیزات یې راوړي دي.

دغه راز راپورونه وايي چې امریکا د سرتېرو د ایستلو بهیر د ساتنې لپاره اضافي عسکر هم په افغانستان او سیمه کې ځای پر ځای کړي دي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم طالبانو پر کندهار هوايي ډګر او د خوست پر یوه نظامي مرکز چې بهرني عسکر په کې مېشت و، د توغندیز بریدونو مسؤلیت منلی و.

ورته مهال طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چې دا ډله به د خپل مجبوریت پر بنسټ، له دې وروسته، دا ډول بریدونو ته مخه کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.