پر اندړو ولسوالۍ ډله ييز بريد پاى ته ورسېد

 

پژواک،٢٥تله٩٦: د غزني د اندړو ولسوالۍ بريد د ٥٧ ملکي وګړو، امنيتي سرتېرو او طالبانو ته د مرګ ژوبلې په اوښتو پاى ته ورسېد.

وسله والو طالبانو نن سهارمهال په اندړو ولسوالۍ کې د لارۍ په وسيله د موټر بم چاودنه وکړه او تر هغه وروسته يې ډله ييز بريد پيل کړ.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اندړو په جګړه کې ١٥ پوليس وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

هغه وايي چې په دې بريد کې پنځه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

خو بل لورته د غزني د والي وياند عارف نوري پژواک ته وويل چې د اندړو جګړې شاوخوا څلور ساعته دوام وکړ.

هغه وايي چې په دې جګړه کې درې پوليس وژل شوي او اته نور ټپيان دي چې په ټپيانو کې د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان څارن محمد نذير خروټى هم شامل دى.

نوري زياته کړه چې په جګړه کې د شلو په شاوخوا کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ده د معلوماتو له مخې، د جګړې پرمهال لس طالبان وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.

دغه راز د اندړو ولسوالۍ د روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې له يادې جګړې څخه دوى ته ٢٠ ټپيان ور وړل شوي چې ١٥ يې پوليس دي.

وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو لومړى د اندړو ولسوالۍ پر مرکز د موټر بم بريد وکړ.

هغه وايي چې په دې بريد کې لسګونه امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته او يو شمېر وسلې هم د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

مجاهد وايي چې طالبانو پر نورو پوستو هم بريدونه پيل کړل او مرستندويه ځواکونه هم د دوى له کمينونو سره مخ شوي دي.

د هغه په وينا، په دې جګړه کې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې شپې راهيسې وسله والو طالبانو په فراه، ميدان وردګ او پکتيا ولايتونو کې هم د موټر بم تر چاودنو وروسته ډله ييز بريدونه کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.