پروان کې د تېلو د ټانکر په چاودنه کې لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي

 

 

دآزادی راډیو

د پروان چارواکي وایي، د دې ولایت په مرکز چارېکار کې تېر ماښام چهار شنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۰» د تېلو د یوه ټانکر په چاودنه کې لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي او نېږدې ۳۰ تنه ټپیان دي.

له سیمې د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې دا پېښه تېر ماښام د چارېکار په مرکزي چوک کې هغه مهال وشوه چې د تېلو یوه ټانکر ته چې تر شایې له مسافرو ډک بس روان و، د مقناطیسي بم په وسیله چاودنه ورکړل شوه چې له امله‌یې دغه ۴۰۴ بس او نور موټر وسوځېدل.

د پروان د روغتون سرطبیب قاسم سنګین د دغې پېښې د قربانیانو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

“له ټولو ۲۷ ټپیانو څخه د ۸ تنو وضعیت ډېر خراب وو چې په امبولانسونو کې مرکز ته انتقال شول. په قربانیانو کې ماشومان نه‌شته. په مجموع کې ټپیان له ۲۰ تر ۷۰ کلونو عمرونه لري.”

روېټرز د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ تنه ښودلی دی.

چارواکو د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو د ازادي راډیو سیمه‌ییز خبریال وايي، دا په څه باندې یوه میاشت کې د تېلو په ټانکرونو کې اوومه چاودنه او اور لګېدنه ده چې کېږي او مسؤلیت‌یې چا نه‌دی اخیستی.

پخواني معلومات
افغان چارواکي وایي، د کابل شمال ته په پروان ولایت کې تېر ماښام چهار شنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۰» د تېلو د یوه ټانکر په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او نږدې ۳۰ تنه ټپیان دي.

د پروان د روغتون سرطبیب قاسم سنګین ازادي راډیو ته وویل چې د یو شمېر ټپیانو روغتیایي حالت نازک دی چې مرکز کابل ته انتقال شوي دي.

ښاغلی سنګین د تلفاتو په اړه وایي:

“له ۲۷ ټپیانو څخه د اتو تنو وضعیت ډېر خراب وو چې په امبولانسونو کې مرکز ته انتقال شول. په قربانیانو کې ماشومان نه‌شته. په مجموع کې ټپیان له ۲۰ تر ۷۰ کلونو عمرونه لري.”

دا پېښه تېر ماښام وروسته له هغه وشوه چې یو مقناطیسي بم د تېلو په یوه ټانکر کې ځای پر ځای شوی وو او دغه ټانکر په چارېکار کې د یوه مسافر وړونکي بس تر څنګ وچاودېد.

کابل کې هم د مقناطیسي بم په چاودنه کې یو تن ټپي شوی.
بل‌خوا تېر ماښام د کابل د درېیمې امنیتي حوزې اړوند په پل سوخته سیمه کې هم د یوه مقناطیسي بم د چاودنې له کبله یو تن ټپي شوی دی.

د کابل امنیتي چارواکي وایي، بم په پراډو ډوله موټر کې چې د اقتصاد وزارت اړوند و، ځای پر ځای شوی وو چې یوازې موټر چلوونکی ټپي شوی دی.

تر اوسه د دواړو پېښو مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.