پاکستان وايي، د ګمرکي محصول د معافولو ترڅنګ یې ګڼ نور امتیازونه افغانستان ته ملي

 
تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې اسلام اباد له افغانستان سره منلې چې نور به پاکستان له افغان سوداګرو څخه ګمرکي تعرفه یا مالیه نه اخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی محمد فیصل نن /یکشنبه/ وویل، اسلام اباد دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې په روان ۲۰۱۸ م کال افغانستان ته د پاکستان د صادراتو اندازه په سلو کې ۱۱۸ زیاته شوه.

تېر کال د پاکستان له لوري د ترانزیتي لارو د بیا بیا بندېدو له کبله د دوو هیوادونو ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه په بې ساري ډول کمه شوې وه خو داسې ښکاري چې سږ کال بیا د دوو هیوادونو ترمنځ راکړه ورکړه په ډېرېدو ده.

سږ کال تراوسه پورې پاکستان هم خپل بندرونه د افغان سوداګرو د تجارتي مال پر مخ بند کړي نه دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی زیاته کړه چې افغانستان او پاکستان همداراز موافقه کړې په خپل منځ کې پوځي همکارۍ ډېرې کړي او پاکستان افغان پولیس او پوځیان وروزي.

د محمد فیصل په وینا پاکستان ۳ زره افغانانو ته د پاکستان په پوهنتونونو کې د زده کړو سکالرشیپونه ورکوي.

د وویل چې سږ کال د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې ۶۰۰ افغان محصلانو ته سکالرشیپونه ورکړل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې پاکستان له افغانستان سره په نورو برخو کې هم مرستې منلي دي.

فیصل وايي چې دا موافقې کابل ته د باندنیو چارو وزیر محمود قریشي د سفر په لړ کې شوي دي.

د دواړو خواوو د موافقې په لړ کې یوه دا ده چې د دوو هیوادونو دیني عالمان به یوه ګډه شورا جوړوي او د مذهبونو ترمنځ به د یووالي لپاره کار کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د افغانستان د سولې په اړه څه ونه ویل؛ دا په داسې حال کې ده چې له اسلام اباد څخه د اکثرو افغانانو او د افغانستان د حکومت اصلي غوښتنه د سولې په پروسه کې د پاکستان مرسته ده.

خو که افغانستان له پاکستان سره موافقه کړې وي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دې په پاکستان کې وروزل شي، ممکن افغانستان په دې شرط دا موافقه کړې وي چې پاکستان به طالبان د سولې خبرو ته حاضروي.

پاکستان له کلونو راهیسې غوښتنه کوي چې د افغان ملي اردو او ملي پولیسو پرسونل دې په پاکستان کې وروزل شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.