پاکستان وايي، د لاهور د حملې په تړاو یې ۲۰۰ افغانان نیولي

 

تاند- پاکستان، چې هڅه کوي خپلې وروستۍ حملې له افغانستان او افغانانو سره وتړي، نن وویل چې د لاهور او سند د انتحاري بریدونو په تړاو یې په سلګونو افغانان نیولي دي.

د پنجاب صوبايي پولیس وايي، د دې صوبې د پارلمان مخته د تېرې اوونۍ د انتحاري برید په تړاو یې تراوسه پوري ۲۰۰ افغانان نیولي دي.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ هم پاکستاني پولیسو په لاهور کې د شاوخوا ۵۰ تنو افغانانو د نیولو ادعا کړې وه.

دوی دغه راز وايي، تر څو چې یې د حملې اصلي عاملان نیولي نه وي، کور په کور تلاشیو ته به دوام ورکوي.

د پنجاب پولیسو ویندوی وویل، له نیول شویو کسانو څخه تحقیقات روان دي او نامعلوم ځای ته بېول شوي دي.

راپورونه وايي چې د لاهور په بادامي باغ، رایوند، سیول لاین، زړه انارکلي، ګلشن رضوي، ګلبرګ، غالب مارکیټ، نشتر کالوني، سندا، ناصراباد او ټاون شیپ سیمو کې کور په کور تلاشي اخیستل شوې ده.

پولیس د تلاشۍ او تحقیقاتو په مهال له بایومتریک سیستمه کار اخلي.

په همدې حال کې د سند پولیس وايي چې په لسګونو افغانان یې د لال شهباز قلندر په زیارت کې د انتحاري برید په تړاو نیولي دي.

په لاهور او نورو ځایونو کې د تلاشۍ په مهال پولیسو له افغانانو او ځايي پښتنو پیسې او قیمتي وسایل هم له ځان سره وړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.