پاکستان له افغان ځواکونو سره تر نښتې وروسته د چمن-بولدک دروازه تړلې

دآزادی راډیو

پاکستاني ملېشو له افغان ځواکونو سره تر نښتې وروسته د چمن-سپين بولدک دروازه تړلې ده.

د دوستۍ په نوم د دغه دروازې د تړلو له امله دواړو غاړو ته په سلګونه مسافر او په تازه ميوو بار سلګونه موټر بند پاتې دي.
پاک افغان پوله ساتو ځواکونو د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې جنګ کړی
سوداګر وایي، که لار ژر خلاصه نه‎شي ممکن درانه زيانونه ور-واوړي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دُراني د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د سپين بولدک-ښورابک اړوند د “سروڅانو” په سيمه کې د اغزن سم غځولو له امله له پاکستاني ملېشو سره د افغان ځواکونو د پرونی جګړې وروسته اوس دغه ځواکونه د تيار سئ په حال دي.
ښاغلي دُراني زیاته کړه:

“موږ په هر حالت کې د خپلې خاورې دفاع ته چمتو یو او که مو امکانات هم کم دي، خو بیا هم پر خپله خاوره سر ورکوو او د دښمن د ټوپک ځواب په ټوپک ورکوو.”

پاکستاني ځواکونو په سپين‎بولدک ولسوالۍ کې له جګړې وروسته د چمن-سپين بولدک دراوزه د هر راز تګ راتګ پر مخ وتړله.

پر دغه لار هره ورځ تر دو زرو پورې کسان تګ راتګ کوي.

هغه مسافر چې ناروغان ورسره دي ازادي راډیو ته یې وویل چې په سپین‎بولدک کې د دروازې پرانېستل کېدو ته انتظار کوي.

بل‎خوا د لارې د بندېدو له امله د دروازې دواړو غاړو ته په سوداګريزو توکو او تازه میوو سلګونه بار موټر هم بند پاتې دي.

د کندهار د سوداګري خوني مرستیال عبدالباقي بینا ازادي راډیو ته وویل، که لار ژر خلاصه نه‎شي، ممکن سوداګرو ته درانه مالي زيانونه واوړي.
دی وايي:

“د پولي دې غاړې ته زموږ تر سل موټره پورې انار ولاړ دي، هغه خوا ته هم د دوی د میوو په خاص ډول دوه سوه موټره کېله بنده پاتې ده.”

یو کال مخکې هم ډیورند کرښې ته څېرمه د کندهار د سپین‎بولدک ولسوالۍ اړوند د لقمان او جهانګیر سیمو د ملکیت پر سر د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ سخته نښته وشوه چې دواړو لورو ته په کې درنه مرګ ژوبله واوښته.

د پاکستان پوځ وايي چې اغزن سیم د سرحدي سیمو د امنیت او د تروریستانو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره لګوي، خو افغان حکومت د پاکستان دا کار غېرې قانوني بولي.

راپور: صادق رښتینی – کندهار

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.