پاکستان: د افغانستان سره د ټرورزم ضد همکارۍ لپاره خبرې کوو

 

دآمریکا غږ

په پاکستان کې د چار شنبې په ورځ (اګست ۱۶) پوځي او حکومتي مشرانو یوه غونډه کړیده چې یې پکې د ترهګرو د ختمولو لپاره د افغانستان د همکارۍ په موضوع خبرې کړیدي. د پاکستان حکومت وایي چې د غونډي هدف د افغانستان سره د اړیکو رغول دي.

په دغه غونډه کې، چې مشري یې د پاکستان نوي صدراعظم شاهد خاقان عباسي کوله، د پاکستان د پوځ د لوی درستیز برسیره نورو لوړپوړو چارواکو ګډون وکړ.

د پاکستان حکومت د دغې غونډي نه وروسته یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې لیکل شوي د افغانستان سره به په پولې د حملو او په افغانستان کې د ترهګرو د پناهځایونو د مسلې ترڅنګ د امنیت په نورو مسلو هم خبرې وکړي. او دا ژمنه یې هم وکړه چې افغانستان چې د امنیت ټینګولو لپاره کومې هڅې کوي، د هغې سره به هم مرسته کوي.

د اړیکو سمېدل ضروري دي

افغانستان ته د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مومند د امریکا غږ اردو څانګې ته وویل چې د دواړو ملکونو ترمنځ روابط ډیر مهم دي خو په افغانستان کې به هغه وخت سوله ممکنه وي چې دواړه ملکونه یواځې خبرې نه خو عملي اقدامات وکړي.

ښاغلي مومند زیاته کړه “یوه لاره خو دا ده چې تر څومره حده ممکن وي دواړه ملکونه باید د یو بل سره همکاري وکړي او اړیکې ښې کړي او سره سره د مسلې د حل لارې چارې ولټوي.”

د پاکستان او افغانستان اړیکې د تیرو څو کلونو نه خرابې دي او دواړو ملکونو په یو بل تورونو لګولو ته دوام ورکړیدی. د افغانستان ولسمشر اشرف غني د خپلې ولسمشرۍ د دورې په پیل کی پاکستان ته په دې هدف سفر هم وکړ خو اړیکې بهتره نشوی او په ورستیو کې په پولې د دواړو ملکونو د عسکرو د نښتو او په پولې د قطارو د لګولو نه وروسته اړیکې ډیرې خرابي دي.

د افغانستان مهمه نېوکه په پاکستان دا ده چې په خپل ملک کې ترهګرو ته اجازه ورکوي چې په افغانستان کې حملې وکړي. پاکستان بیا دا تور لګوي چې افغانستان پاکستاني طالبانو ته پناه ورکوي او په ضد یې اقدامات نه کوي.

محسن داوړ چې د قبایلي چارو کارپوه دی وایي چې دا خبري مهمې دي خو تر څو پاکستان د حقاني شبکې په ضد اقدامات ونکړي نو اړیکې نشې سمیدی.

مونا نصیر چې د پاکستان د ‌‌‌‌‌‌دې نیشن ورځپاڼې سره لیکواله او د سیاسي چارو کارپوه ده وایي چې د دواړو ملکونو ترمنځ د اړیکو سمېده ضروري دي. هغه وایي چې “پکار ده د دواړو ملکونو ترمنځ خبرې دوام ولرې. دواړه ملکونه د یو بل د مسلو خبر دي. نو ځکه پکار ده چې دواړه باید ګډ کاروکړي”.

مونا نصیر زیاتوي چې د ملکونو ترمنځ په مسله کې تاوان عام خلکو ته رسېږي.

د سیاسي چارو مبصر عقیل یوسفزی وایي چې په سیمې کې اوس د چین رول زیات مهم دی او هغوي غواړي د پاکستان او افغانستان اړیکې سمي شي. “چین اوس ددی ضمانت کوي چې د دواړو ملکونو ترمنځ به بې باوري راکموي. ځکه زه ګڼم چې دا ځل به د دواړو ملکونو خبرې ګټورې وسې.”

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.