پاکستان ته د دیورند کرښې په اوږدو کې د کټارې پر جوړولو د افغانستان خبرداری

 

 

تاند- پاکستان نن /سې شنبه/ وویل، د امنیت د ښه کولو لپاره به ژر له افغانستان سره په خپله پوله کې د کټارو د جوړولو کار پیل کړي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، د پاکستان دا اقدام به افغان چارواکي په غوسه کړي.

اژانس وايي، دوه هیوادونه ډیورنډ کرښې، چې ۲۴۰۰ کیلو متره اوږده ده او په ۱۸۹۶ م کال بریتانیايی استعمار کښلې وه، جلا کړي دي. افغانستان دا کرښه د نړیوالې پولې په توګه په رسمیت نه پېژني او پاکستان وايي چې افغانستان د پاکستان خاورې ته سترګې پټې کړي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس زیاتوي، ډیورنډ کرښه د پښتنو په خاوره کې تېرېږي او د یوه قوم قبیلې او کورنۍ یې په دوو هیوادونو وېشلي دي.

د پاکستان پوځ نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، د دې پروژې لومړی پړاو به پر باجوړ، مومند او خیبر ایجنسیو تمرکز ولري؛ دا هغه سیمې دي چې د پاکستان پوځ وايي، پاکستاني طالبان پرې اوړي رااوړي.

پوځ وايي چې د پولې د لا ښه کنترول لپاره به د ډیورند کرښې په اږدو کې نوې کلاوې او پوستې جوړې کړي.

افغانستان تل ویلي چې پاکستان په خپله خاوره کې افغان طالبان او د هغو مشران ساتلي، جنګي پلانونه، وسلې او پیسې ورکوي خو په عین حال کې ادعا کوي چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې وراوړي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه ویندوی نجیب دانش وویل«پاکستان حق نه لري چې له افغانستان سره د دیورند کرښې په اوږدو کې کټارې یا نور تاسیسات جوړ کړي.»

ده د افغانستان د ځوابي اقداماتو خبرداری ورکړ چې اشاره یې د دوو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنخ مخکینیو نښتو ته وه.

دانش وویل«پخوا هم پاکستان د ډیورند کرښې په اوږدو کې د تاسیساتو د جوړولو غلطي کړې وه چې زموږ له کلک غبرګون سره مخامخ شو. موږ هیله لرو چې دوی به بیا دا تېروتنه تکرار نه کړي.»

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.