پاکستان بېرته خپلې پولې پرانیستې؛ افغان مسافر د ویزو نشتوالي ستونزو سره مخ کړي ۲ ساعته مخکې

دآزادی راډیو

یو شمېر افغان مسافر شکایت کوي وايي، که څه هم پاکستان ته د تګ لپاره د لارو د خلاصون اعلان شوی خو دا چې ویزې نه ورکول کېږي نو نه شي کولای چې له شوي اعلان ګټه پورته کړي.

پاکستان ته د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله تر سفر وروسته اسلام اباد اعلان وکړ چې د راتلونکې اوونۍ تر شنبې ورځې پورې به پاکستان ته ټولې لارې د افغان مسافرو پر مخ پرانیستې وي.

له دغه اعلان سره سم د سه شنبې په ورځ زیات شمېر خلک د تورخم په طرف ورغلل چې د خیبر پښتونخوا له لارې پاکستان ته ولاړ شي.

خو هغوی چې ویزې نه لري د ستونزو خبره کوي.

غني اکبر له تورخمه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: “دلته مو اوس نه پرېږدي چې تېر شو، دا شپږ اوه میاشتې خو قونسلګري بنده وه، د موږ د ویزو وخت پای ته رسېدلی اوس هم قونسلګري ویزې نه ورکوي چې موږ ویزې ولګوو، دلته راسره ماشومان ناورغان ټول بند پاتې دي.”

دغه راز یو بل تن طاهر وویل: “لاره خلاصه شوه خو موږ چې ویزې نه لرو اجازه نه راکول کېږي، زموږ د ویزو وخت پای ته رسېدلی قونسل نشته چې ویزې ترې واخلو نو موږ ویزې له کوم کړو؟”

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا ستونزې مني خو وایي، چې په نږدې ورځو کې به د پاکستان د ویزو د وېش پروسه په شفافه او منظم ډول بېرته پیل شي.
هغه زیاته کړه: “تر اوسه پورې دلته د پاکستان په قونسلي کې د ویزې ویش نه دی پیل شوی، موږ درې ورځې وړاندې پرې بحث وکړ، دوی تعهد وکړ چې دا ځل به د ویزو شمېر هم زیات وي او همدارنګه هغه ستونزه چې افغانان ورسره مخ و د اذحام او بې نظمه قطارونو مسئله وه، چې د دغې ستونزې د حل لپاره مو تدابیر نیولي دا ځل به د پاکستان د ویزو زیاتې ستونزې حلېږي موږ ژمن یو.”

تر دې وړاندې هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د ترینګلتیا له امله په وار وار دغه لاره د پاکستان حکومت له خوا تړل شوې چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي.

خو وروستی ځل د پاکستان د حکومت له لارې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله وتړل شوه چې وخت په وخت له غاړې بند افغان مسافر خپل هېواد ته راپرېښودل شوي خو له دې غاړې یوازې پاکستاني اتباعوو ته د تللو اجازه ورکړ شوې ده.

دا چې دا لارې بیا یوازې د راتلونکې اوونۍ د شنبې تر ورځې پرانیستې وي که نه د مهالویش به نور هره اوونۍ افغان مسافر په دغه لار تګ راتګ کولای شي د تورخم ښاروال زیارمل افغان ازادي راډيو ته وویل: “وار له مخه چې کوم پروتوکل شوی له مخې یې له دې وروسته به په اوونۍ کې درې ورځې شنبه، سه شنبه اوپنجشنبه به دا لاره پرانیستې وي او افغان مسافرین له دواړو خواوو تګ راتګ وشي کولای، چې باید ویزې او پاسپورټ ولري، هڅه کېږي له دې وروسته دا ورځې نورې هم زیاتې شي او د پخوا په شان په اوونۍ کې اوه ورځې ۲۴ ساعته تګ راتګ وشي.”

ښاغلی زیارمل وایي د اوس لپاره په دې اوونۍ کې ټول هغه افغانان چې ویزې لري کولای شي پاکستان ته تګ راتګ وکړي خو په خبره یې په راتلونکي کې به ناورغانو او محصلینو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.