پاکستاني پوځیانو بیا پر کونړ ۲۰۰ توغندي راتوغولي

 

تاند، سه شنبه، د اسد ۲۹مه: د کونړ ځايي چارواکي وايي، پاکستاني پوځیانو د ډیورنډ له کرښې څخه د دې ولایت پر شلطن ولسوالۍ ۲۰۰ توغندي راورولې دي.

د شلطن ولسوال ګل محمد خان له تاند سره په خبرو کې وویل، په دې توغندیزو بریدونو کې درې کورونه هم رانړېدلي دي خو چاته یې ځاني تاوان نه دی اوښتی.

نوموړی وايي، شلطن له باجوړ سره ۱۶ کېلو متره پوله لري چې پاکستاني ځواکونو هم له باجوړ سیمې څخه د کونړ شلطن دره په توپونو ویشتلې ده: (( موږ خپلو لوړو مقاماتو سره خبره شریکه کړې ده او منتظر یوو چې څه امر راته کېږي؟))

مرکزي حکومت یا هم دفاعي – امنیتي بنسټونو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي خو کونړ هغه سیمه ده چې پاکستاني ځواکونه پرې له کلونو راهیسې توغندیز بریدونه کوي او ځايي خلکو ته په کې د سر او مال زیان اړوي.

افغان حکومت څو ځله له پاکستان څخه د ملګرو ملتونو سازمان ته هم شکایت کړی خو تر اوسه دا هېواد له خپلو کړنو نه دی ګرځېدلی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.