پاکستانيان موپه فتواغولوي !

 

حبیب الله غمخور

د۲۰۱۷ ز کال دمی ۲۹ مې په تاند ويب پاڼه کي ولوستل :
پاکستاني دینی عالمانو انتحاري حملې ناروا وبللې .
په خبرکي راغلي چې تر ۳۰ زیاتو پاکستاني دیني عالمانو پرون/ شنبه/ یوه فتوا صادره کړه چې پر اساس یې انتحاري حملې، وسله وال بغاوت او پرخلکو په زوردشریعت تطبیقول ناروا بلل شوي دي .
پاکستاني رسنۍ وايي چې دا فتوا د پاکستان ۳۱ نامتو دیني عالمانو په اسلام اباد کې د یوې غونډې په پای کې لاسلیک کړه .
د پاکستاني دیني عالمانو په فتوا کې تروریزم اوافراطیت غندل شوي اوانتحاریان اود انتحاریانوملاتړ کوونکي ترهګر بلل شوي دي.
په فتوا کې ویل شوي چې د جهاد د اعلان حق یوازې په اسلامي حکومتونو پورې محدود دی نه هغه ډلې چې د یوه اسلامي دولت واک یې په لاس کې نه وي.
په فتوا کې تروریزم او سختدریځي په کلکه غندل شوې او تروریستان او ملاتړ کوونکي یې جنایتکاران بلل شوي دي .
زما له نظره داسلامي ارشاداتوپر بنياد دپاکستاني چارواکوپه هدايت ددې ۳۱ دولتی ملايانو فتواکومه نوې خبره نده اونه عملی بڼه لري،دوي دافتواددې لپاره صادره کړه چې خپل ځان سپين کړی اوپدې بڼه دپاکستان ددې مذهبی استخباراتی شبکې نه دنړيوالو نظر بلې خواته واړوي ،ترڅودوي په امان کي پاته سي .
دوي داسلام او اسلاميت نه بلا جوړه کړې ده ،داسلام په مقدس دين کي دهغه انسان وژل چې په ژوند کي یې يوځل کليمه ويلې وي رواندی .
په افغانستان کي داڅولسيزي روانه جگړه يوه سياسي جگړه ده،له لمړی سره بياترهمدا نن ورځې پوري پدي جگړه او افغان وژنه کي زبرځواک خپلې گټي لټوی ،دايوه نيابتی جگړه ده چې داڅولسيزي پردې ملت تحميل سوېده .دلته داسلام اواسلاميت نه ددفاع خبره احمقانه ده .دبېلگې په توگه په افغانستان کي ښوونځۍ سوځلې او سوځي خوخپلې لوڼي اوزامن یې په بهرنيو هوادونوکي تعليم اوتچصيل کوي اوداسي نوري په سلهاو بېلگې .
زه نه غواړم ډير ژور ورننوزم . همدې کسانوته پرون يوخطاب کېده اونن بل،ځکه خو دافغان ولس داخبره پخه بولم چې دا جهادنه بلکی دزبرځواکولخواپرافغان ولس دسيمه ايزوگټوپه موخه سياسي سوداگري اوپوځی سيالي ده.
په فتواکي راغلی : انتحاري حملې، وسله وال بغاوت او پرخلکو په زوردشریعت تطبیقول ناروا بلل شوي دي .
نو دا ولي اوس چي ښاغلی ټرمپ خپلو پاکستاني نوکرانوته يوڅه غاښ وچيچ نارواوبلل سوې ؟ اودپاکستان روزل سوو ته چې دا ۳۹ کاله په افغان وژنه مصروف وه اوس دترهگر خطاب کېږي ؟
جالبه پدې سياسي فتواکي اوس تروریزم او سختدریځي په کلکه غندل شوي او تروریستان او ملاتړ کوونکي یې جنایتکاران بلل شوي دي ؟ نه پوهېږم که فتوا داسلام دمقدس دين داصولو له مخې وي نو بايد ووايو چي دا څلوېښت کاله همدا لعنت وو.
ماځکه دي فتواته سياسي نوم ورکړ ،ځکه ددې فتوا په ورستيوکي په ډير مهارت ليکل سوي : د جهاد د اعلان حق یوازې په اسلامي حکومتونو پورې محدود دی نه هغه ډلې چې د یوه اسلامي دولت واک یې په لاس کې نه وي.
داپدې معنا دانگرېزي جنرالانوپه مټ جوړسوي تش په نوم اسلامي هيواد چارواکوته ددوي دفتوا له مخې بيا هم دافغان وژنې دفتواحق ورکړه سوی دی .
پدې ټکو خپله ليکنه رالنډوم : ترکومه چې پاکستاني چارواکي دخپل حاکميت پرټولو اړوخونو مسلط دی اودافتوا غير عملي دامريکا دجمهور رئيس دغاښ چيچنو نه وروسته صاديرېږ ي ،زموږ لپاره کومه اسلامي فتوانه ، بلکی يوه سياسي اوداستخباراتي ادارې يوه بله عادي لوبه ده .
که دپاکستان حاکميت دغې فتواته احترام لري اوځانونه مسلمانان بولي ؟ نو سرله هغې ورځې نه چې دا فتوا صادره سول دوي بايدخپل نوکران پر ځاي کښېنولي واي چې دا کار یي ونکړ اونه یې کوی .بل عکس دادی اعلانوی چي په روژه کي به افغان وژنې ته زور ورکړي ، دا هم دپاکستاني اخوندانودفتوابرکت دی .

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.