پامپیو، لا نه شي ویلی چې طالبان به له ترهګرو ډلو لاس واخلي

 
تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، سره له دې چې له طالبانو سره خبرې شوي خو لا هم په زغرده نه شي ویلی چې طالبان به له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

ښاغلي پامپیو په یوه خبري غونډه کې وویل، امریکا غواړي چې د افغانستان ستونزه د تل لپاره حل شي، په دې هیواد کې سیاسي یووالی رامنځته او سوله ټینګه شي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل، ولسمشر ټرمپ په ښکاره ویلي چې باید د افغانستان اوږده جګړه پای ته ورسول شي خو ولسمشر ټرمپ د دې جګړې داسې پای غواړي د امریکا پر ضد د ترهګرۍ اندېښنه ورسره ختمه شي.

ده د افغانستان د سولې د هلوځلو په اړه وویل، د افغانستان د سولې لپاره ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو ځلې په قطر کې له طالبانو سره خبرې کړي او په دې خبرو کې یې تر یوه بریده پرمختګ هم کړی خو امریکا غواړي چې دواړه خواوې له یو بل سره خبرې وکړي.

طالبان تراوسه لا حاضر نه دي چې د افغانستان له حکومت سره وږغېږي.

د پاکستان اتوم د امریکا د ملي امنیت ګواښ
سره له دې چې نښې نښانې ښيي چې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې د رول په خاطر د امریکا او پاکستان اړیکې نژدې شوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان اتومي وسله د امریکا د ملي امنیت لپاره یوه له ۵ سترو ګواښونو څخه وبلله.

پامپیو وویل، امریکا اندېښنه لري چې د پاکستان اتومي وسله به د ترهګرو او افراطیانو لاس ته ولوېږي.

ده یو وار بیا وویل چې پاکستان ترهګرو ته خوندي ځالې برابرې کړي او له همدې کبله څومره فشار چې د امریکا اوسني حکومت پر پاکستان راوستی، بل هیڅ حکومت نه و راوستی.

د ده په وینا امریکا د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو ډېر څه زده کړي او پر پاکستان یې په همدې خاطر فشارونه زیات کړي دي.

پامپیو د هند او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا کړکېچ د دې لپاره رامنځته شوی چې ترهګر د پاکستان له خاورې په هند کې بریدونه کوي.

هند وايي، د پلوامې برید به هېر نه کړو
په همدې حال کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت ډوفل ویلي چې د پاکستان په خاوره کې به د ترهګرو پر ضد نور اقدامات وکړي او هند د کشمیر د پلوامې برید نه دی هېر کړی.
ډوفل نن /سې شنبه/ د خپل هیواد د ملېشه ځواک د تاسیس په اتیایمه کلیزه کې وویل«هند د پلوامې برید هېر کړی نه دی او نه به یې هېر کړي.»
د فبرورۍ په ۱۴ مه د هندي کشمیر د پلوامه د سیمې په برید کې ۴۰ هندي ملېشه پولیس ووژل شول. جېش محمد پاکستان مېشتې تروریستي ډلې د دې برید مسوولیت ومانه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.