ټرمپ: ډېر ژر به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۴۰۰۰ ته راټیټ شي

دامریکا وغ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د روان کال تر نوامبر میاشتې پورې به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر “شاوخوا څلور-پنځه زرو” ته راکم شي.

د اېچ بې او، (Axio for HBO) یوې ټلوېزیونې خپرونې سره د مرکې په ترڅ کې ولسمشر ټرمپ ویلي چې هر څه پلان شوي او “ډېر ژر به د پوځیانو شمېر ۸۰۰۰ ته او بیا ۴۰۰۰ ته راکم شي”.

ولسمشر پرته لدې چې کومه دقیقه نېټه اعلان کړي وویل چې د پوځیانو د حضور په اړه “همداوس مذاکرات کېږي”.

د امریکا ولسمشر د شنبې په ورځ هم خبریالانو ته ویلي وو چې دوي په “مناسب ډول ژر له افغانستان څخه وځي”.

امریکا په دوحه کې له طالبانو سره د سولې د سند له لاسلیکولو وروسته په افغانستان کې د خپلو پوځیانو حضور راکم کړی دی.

د څه نا څه ۱۳۰۰۰ پوځیانو شمېر اوس ۸۶۰۰ ته رسېدلی او امریکایان له پنځو پوځي اډو څخه وتلي دي.

له بلې خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي چې دواړو لوریو “د بین الافغاني مذاکراتو د پیل کېدو لپاره د پاتې زندانیانو خوشې کېدل مهم” بللي دي.

شاهین زیاته کړې چې پامپیو د طالبانو لخوا د اختر په ورځو کې د اوربند اعلان، ستایلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تراوسه پدې اړه کومه تبصره نده کړې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.