ټرمپ: نور مو باید سرتېري له افغانستانه کور ته راستانه شي

 

تاند، جمعه، د میزان ۱۹مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلې یوې کمپایني غونډې ته په وینا کې ویلي، نور دې دې وخت رارسېدلی چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي او خپلو کورونو ته راستانه شي.

ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ناوخته خپلو پلویانو ته په وینا کې ویلي، ټاکل شوې وه چې امریکا د ډېرې لنډې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شي، خو اوس نږدې ۱۹ کاله وشول چې امریکا هلته دېره ده: ((نور نو وخت رارسېدلی چې خپل سرتېري مو کورونو ته راستانه شي.))

ښاغلي ټرمپ همدا راز د سوریې جګړې ته په اشاره هم ویلي چې ټاکل شوې وه سرتېري یې یوازې د ۳۰ ورځو لپاره هلته پاتې شي، خو اوس لس کاله پوره شول چې هلته حضور لري.

د امریکا ولسمشر دا خبرې په داسې حال کې کړې دي، چې یوه میاشت وشوه له طالبانو سره د واشنګټن مذاکرات په ټپه ولاړ دي.

که څه هم ګڼو لوریو د دغو مذاکراتو د بیا پيل غوښتنه او هڅه کړې ده، خو ټرمپ دا مذاکرات مړه بللي او پر طالبانو یې د بریدونو زیاتولو امر کړی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.