ټرمپ له خپل ټېم سره د«افغان سولې مسئله» څېړي – سي این این

دامریکا ږغ

د سي این این ټلوېزیون د راپور له‌مخې ټاکل شوې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن جمعه له لوړپوړو پوځي چارواکو، سیاسي او امنیتي سلاکارانو سره له طالبانو سره د امریکا د سولې پروګرام په اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو اتم پړاو مذاکرات د روانې اګست میاشتې پر۱۲مه پای ته ورسېدل.

دواړو لورو په دغو مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ور کړ او زیاته یې کړه چې د راتلونکو ګامونو به اړه به له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.

سي این این امریکايي تلوېزیون پرون پنجشنبه ناوخته د «اګست پر۱۵مه» د ځینو سرچینو په حواله ویلي، چې په دغه ناسته کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د ملي امنیت شورا سلاکار جان بولتون، د دفاع وزیر مارک اسیر او د امریکا د اردو لوی درستیز جوزف ډانفورډ هم ګډون ولري.

له یادې جوړېدونکي ناستې څخه دوو باخبره سرچینو سي این این تلوېزیون په ټینګار سره ویلي، چې د ټرمپ او یادو لوړ پوړو امریکايي چارواکو د لیدنې اصلي هدف به د افغانستان او د هغې طرحې په اړه خبرې وي چې، د افغانستان د سولې لپاره برابره شوې ده.

دغو سرچینو همدارنګه ویلي چې ټاکل شوې په نژدې ورځو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافق هم د دواړو لورو د استازو ترمنځ لاسلیک شي.

ښايي ولسمشر له خپلو لوړپوړو مامورینو سره په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر پر کمولو هم خبرې وکړي.

د سي این این د راپور له‌مخې د سولې د هوکړې له‌مخې به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۱۵زرو څخه ۸ او یا ۹ زرو ته راټیټ شي.

پېو: افغانان د بی معنی تشدد د ختمیدو مستحق دي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.