ټرمپ: طالبان پوهېږي چې لویه اشتباه یې وکړه، خو نه پوهېږي چې څنګه یې جبران کړي

دآزادی راډیو

په افغانستان د ټاکنو څارونکو بنسټونو چارواکي وایي، د ناامنۍ له امله د رأیه اچونې د سلګونو مرکزونو تړلي پاتې کېدل به، سلګونه زره کسان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له ګډونه محروم کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په لومړي سر کې د رأیه اچونې ۷۳۰۰ مرکزونه په پام کې نیولي وو، خو د امنیتي ادارو ویلي چې نشي کولی له دې ډلې د څه باندې ۲۳۵۰ مرکزونو امنیت خوندي کړي.

د ټاکنو څارونکې ادارې وایي، د رأیه اچونې د سلګونو مرکزونو تړل کېدل به د ټاکنو سراسري والی تر پوښتنې لاندې راولي.

د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) اجرائیوي رییس یوسف رشید د یکشنبه په ورځ (وږي ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل، ښايي د ټاکنو تر ورځې ددغو مرکزونو شمېر نور هم راکم شي.

“د رأیه اچونې د مرکزونو د شمېر کموالی په رښتیا د اندېښنې وړ دی. معلومه نه ده چې د ټاکنو تر ورځې به څومره نور کمېږي. نو د دې محاسبې په اساس د ټاکنو سراسري والی له ستونزو سره مخ کیږي.”

په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې چې د میزان یا تلې په ۶مه ترسره کېږی، په ټول افغانستان کې د رأیه اچونې لپاره ۴۹۴۲ مرکزونه په پام کې نیول شوي دي. په داسې حال کې چې دا شمېره د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو پرمهال ۶۷۷۵ ته رسېده.

په افغانستان کې ناامني د سراسري ټاکنو ترسره کېدو پروړاندې اصلي خنډ بلل کېږي. طالبانو وار له انتخاباتو سره خپل مخالفت اعلان کړی او ویلي یې دي چې ددغې پروسې مخنیوي لپاره به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه اندېښمن دي چې ښايي ناامنۍ او د رایې مرکزونو تړلي پاتې کېدل به سلګونه زره کسان په ټاکنو کې له ګډونه محروم کړي.

ښاغلي رشید وویل، ډېری دغه مرکزونه د افغانستان په شمال ختیځو، جنوب لویدیځو او ختیځو ولایتونو کې دي.

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون چارواکي وایي چې دوی خپل مکمل لیست امنیتي ادارو ته سپارلی و، خو هغوی وویل چې نشي کولی د ټولو مرکزونو امنیت ونیسي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د امنیت لپاره د ځانګړو تدابیرو د نیولو خبره کړې. دغه وزارت وړاندې ډاډ ورکړی چې ټاکنې به په خوندي ډول ترسره شي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې چې د ټاکنو او سولې خبرې مطرح دي، نو ورسره جوخت د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې جګړو هم زور اخیستی دی.

په تېرو څو اونیو کې د افغانستان په شمال ختیځ کندوز، تخار او بدخشان کې څو ولسوالۍ د طالبانو او حکومت ترمنځ لاس په لاس شوې. حکومت هم د طالبانو د سخت ځپلو خبره کړې ده.

د سیاسي کارپوهانو په باور د طالبانو ګواښ په شتون کې به ګرانه وي چې راتلونکې ټاکنې په ارامۍ ترسره شي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.