ټرمپ سبا جمعه کمپ ډیوېډ کې د افغانستان پر ستراتیژۍ غږیږي

 

 

سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به سبا د جمعې په ورځ په کمپ ډیوېډ کې چې د امریکا د ولسمشر یو ګوښه ځای دی، له خپلو د ملي امنيت له سلاکارانو سره وګوري او د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا پر ستراتیژۍ به ورسره خبرې وکړې.

د خبري رسنیو د راپورونو له مخې په دې اړه چې څه باید وشي د ټرمپ اداره په خپلو کې سره پاشل شوې او ټرمپ دا پوښتنه کوي چې ولې امریکایي ځواکونو دغه جګړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده ده نه‎ده ګټلې او اوس پنټاګون د طالبانو په وړاندې دغې شپاړس کلنې جګړې ته د نورو سرتیرو د لیږلو سپارښتنه کوي؟

په افغانستان کې امریکایي قوماندانانو ویلي چې د متحدو ایالتونو او ناټو د کلونو ملاتړ سره سره په روانه جګړه کې یو دریدلی حالت رامنځ ته شوی او افغان امنیتي ځواکونه نه یوازې د طالبانو بلکه د اسلامي دولت ډلې چې حضور یې ورځ تر بلې په دې هېواد کې پراخېږي، د حملو د په شا تمبولو هلې ځلې کوي.

طالبانو هم روانه اوونۍ ټرمپ ته په یوه استولي سرخلاصي لیک کې له هغه غوښتنه کړې چې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه وباسي ځکه د دغو ځواکونو د حضور دوام دغه جګړه لا اوږدوي او هم د پخلاینې مخه نیسي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس روانه اوونۍ وویل چې افغانستان ته د نورو سرتیرو د استولو په ګډون چې پنټاګون یې سپارښتنه کړې پر مختلفو انتخابونو له هغې جملې له قراردادیانو د کار اخېستو او یا هم د ځواکونو د ایستلو پر هغو هم بحث او خبرې شوي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس
د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس
متېس ویلي چې ټول انتخابونه د ولسمشر د میز پر سر دي او اوس باید هغه پریکړه وکړي.

که څه هم مخکې ولسمشر ټرمپ متېس ته د دې صلاحیت ورکړی و چې په دې اړه چې څومره نور سرتیري دي افغانستان ته واستول شي، په خپله پریکړه وکړي خو هغه تر اوسه له دغه صلاحیته کار نه‎دی اخېستی.

په پام کې وه چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د ادارې نوې ستراتیژي د جولای میاشتې په نیمایي کې اعلان شي خو دا دی د اګست د میاشتې پر نیمایي هم اوښتې او تر اوسه هغه نه‎ده نهایي شوې.

د راپورونو له مخې د ټرمپ د بانفوذه ستراتيژیست سټیف بانون په ګډون د هغه سلاکاران د دې پلویان دي چې ځواکونه دې له افغانستانه وایستل شي یادې هم د ځواکونو پر ځای خصوصي امنیتي قراردادیان دې هېواد ته واستول شي تر څو د امریکايي پوځیانو د وژلو د دوام مخه ونیول شي.

د امریکا دفاع وزیر له ټرمپه غوښتي چې د افغانستان جګړه د سیمې لپاره د یوې پراخې ستراتیژي یوه برخه وبولي، په ځانګړي توګه پاکستان هم په‎کې شامل کړي چېرې چې د امریکایي قوماندانانو په وینا افغان سخت دریځې ډلې فعال مرکزونه لري او له هغه ځایه پر افغانستان حملې کوي.

په اوس وخت کې ۸۴۰۰ امریکایي او شاوخوا پنځه زره نورد ناټو د نورو متحدینو سرتیري په افغانستان کې دېره دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.