ټرمپ د افغانستان په اړه له لوړپوړو امریکايي چارواکو سره لیدنه ډېره ښه بولي

دآزادی راډیو

سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا له لوړپوړو چارواکو سره د ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرې د افغانستان د سولې په ارتباط ډېرې ښې وې او له طالبانو سره به خبرې ادامه پیدا کړي.

ولسمشر ټرمپ له خپلو جګپوړو سلاکارانو سره پرون غونډه وکړه. په دې غونډه کې د طالبانو له سخت دریځې ډلې سره د خبرو، له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د احتمالي وتلو او د افغانستان د نږدې ۱۸ کلنې جګړې د سیاسي حل‌لارې پر لارو چارو خبرې وشوې.

تر دې ناستې وروسته د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په ټویټر کې ولیکل چې همدا شېبه‌یې د افغانستان په ارتباط یوه ښه غونډه لرله او د نږدې ۱۹ کلنې جګړې د مخالف لوري اکثریت او موږ که ممکنه وي د یوې موافقې تمه لرو.

د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي دي چې ولسمشر ټرمپ له مرستیال ولسمشر مایک پنس، د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو، دفاع وزیر مارک اسپر، د ملي امنیت سلاکار جان بولتون، لوی درستیز جوزف ډانفورد، د «سي ای اې» مشرې جینا هاسپل او د افغانستان د سولې لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره غونډه وکړه.
Donald J. Trump

@realDonaldTrump
Just completed a very good meeting on Afghanistan. Many on the opposite side of this 19 year war, and us, are looking to make a deal – if possible!
د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي دي چې د افغانستان له حکومت سره له نږدې همکاري روانه ده او لاهم دې ته ژمن یوو چې یوه جامع سوله وشي چې په دې کې د شخړو کمېدل او یو اوربند شامل وي، همداراز دا ډاډ ترلاسه شي چې د افغانانو له خاورې بیا کله هم متحده ایالاتو او د هغې متحدانو ته ګواښ نه‌وي او افغانان سره یوځای کړي چې په همکارۍ د سولې لپاره هڅې وکړي.

واشنګټن وایي چې هڅه کوي د سپټمبر تر لومړۍ نېټې د سولې موافقه نهایي شي. دې نېټې ته نږدې دوه اوونۍ پاتې دي.

یو شمېر امریکایي چارواکو دې ته هم اشاره کړې ده چې ښایي د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات چې د سپټمبر په ۲۸مه له ټاکلي جدول سره سم ترسره کېږي لغوه شي او له طالبانو سره یوه ګډه موقتي اداره جوړه شي.

سربېره پر دې چې طالبانو له امریکایي استازو سره خبرې کړې دي، دوی تر اوسه دا وړاندیز رد کړی دی چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي، طالبان وایي چې دا حکومت د بهرنیو لاسپوڅی دی.

په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو او طالبانو خبرې داسې ښکاري چې پای ته نږدې شوې دي، د افغانستان ولسمشر اشرف غني د اګسټ په ۱۱مه وویل چې د افغانستان د راتلونکي په اړه په بهر کې پرېکړه نه‌شي کېدای.

ولسمشر غني ټینګار کړی دی چې سوله یوازې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د تحریک ترمنځ ممکنه ده.

جګپوړي امریکایي چارواکي وایي چې تر اوسه هېڅ‌راز پرېکړه نه‌ده شوې، خو دوی زیاتوي چې ولسمشر ټرمپ په دې برخه کې واضح دریځ لري چې امریکایي پوځیان له افغانستانه وباسي.

نږدې ۱۴ زره امریکایي پوځیان په افغانستان کې شته چې اکثر یې د افغانستان د حکومت پوځیان روزي او هغوی ته سلا مشوره ورکوي.

له افغانستانه د امریکایي پوځیانو وتلو ته یو شمېر پوځي چارواکو او د کانګرس غړو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او دوی وایي چې له دې سره ښایي په افغانستان کې امنیتي وضعیت ډېر ژر ګډوډ شي، په دې هېواد کې کورنۍ جګړه پيل شي او په دې ډول افغانستان د القاعده او نورو افراطي ډلو په پناه ځای بدل شي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.