ټاکنو کمېسیون: د دارالانشا د عملیاتي ارزونو پر اساس پرېکړه کېږي

دآزادی راډیو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د نن ورځې تر پایه به د دارالانشا له لوري عملیاتي راپور د کمېسیون بورډ ته وسپارل شي.

په داسې حال کې چې لا هم د ۷ ولایتونو د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې برخلیک روښانه نه دی، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون درالانشا په پام کې لري، چې خپل عملیاتي راپور د کمېسیون بورډ ته وسپاري.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون وايي، د ۲۷ ولایتونو له تفتیش او بیا شمېرنې وروسته سیستم ته د رایو د داخلېدو پروسه بشپړه شوې
د دغه کمېسیون ویاند ذبیح سادات د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د نن ورځې تر پایه به عملیاتي راپور د پریکړې لپاره د کمېسیون بورډ ته وسپارل شي.

هغه زیاته کړه: “له ۲۷ ولایتونو د نتایجو فورمې کمېسیون ته رسېدلې، سیسټم ته داخلې شوې او د رایو جمع بندي روانه ده، له تحلیل او تجزیې وروسته به د نن ورځې تر پایه خپلې ارزونې د ټاکنو کمېسیون ته سپاري او بورډ به په دې اړه تصمیم نیسي.”
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لا هم تمه ښي، چې ځینې ټاکنیزې ډلې به دوی ته اجازه ورکړي، چې د پاتې اوو ولایتونو رایې هم بیا وشمېري.

د کمېسیون چارواکي وايي، که چېرې اجازه ورنه کړي، ممکن د لومړنیو پایلو د اعلان په هدف د پخوانیو معلوماتو او راپورنو پر بنسټ د دغو ولایتونو د رایو په اړه وروستۍ پریکړه وشي.

په ورته وخت کې پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه ټینګار کوي چې بورډ ته د دارلانشا له خوا د عملیاتي راپور تر سپارلو مخکې باید د هغو ولایتونو برخلیک روښانه شي کوم چې په کې د رایو بیاشمېرنه او تفتیش نه دی شوی.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: “تمه ده چي دغه معلومات او راپور بشپړ او کره او په حقایقو ولاړ وي، له ټاکنیزو شریکانو سره هم شریک شي، ۷ ولایتونو چې تفتیش ورکې نه دی شوی، هغه هم د بحث وړ دي، وړاندې له دې چې د ټاکنو لومړنۍ یا قسمي پایلې اعلان شي، د دغو و لایتونو حقوقي بحث باید روښانه شي.”

بل خوا د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وايي، چې هغه وخت به د ټاکنو پایلې ورته د منلو وي، چې سپینې رایې له تورو جدا شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د تېرې تلې یا میزان میاشتې په ۶ نېټه ترسره شوې، خو له دوو میاشتو تېرېدو سره لا هم کمېسیون نه دی توانېدلی چې د رایو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

16×9 Image

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.