يوويشتمه پيړۍ د ناسيوناليزم پيړۍ نه دی.

 

 

لیکونکی دستگير روشنيالی
27.1.2017
يوويشتمه پيړۍ د ناسيوناليزم پيړۍ نه دی.
داسي ښکاري چي دنيا به په راتلونکو څو کالونه کي يوه بي ثباته دنيا وي او د نړيوال کيدلو او ناسيوناليزم تر منځ به زنگيږي. دا پيل شوی ناسيونالیستی مارش يو بالفعل ګواښ دی او نه بايد د نړۍ ثبات او سولي ته، انساني ارزښتونو، ازاديو او حقونو ته کم او بي اهميته وبلل شي. دا لوی او خطرناک گواښ دی . دا ځواک کولاي شي نړۍ له نويو چلينجونو سره مخامخ کړي. دا گواښ دا ځواک لري چي نړۍ بي ثباته کړي، دا گواښ به بي له شکه د انسانانو او فرهنگونو تر منځ تفاهم او باور کمزوری کړي، نوي ويشونه او نوي ټولنيزي بي باوري به را منځ ته کړي، نوي جنگي ايتلافونه به جوړ کړي او نوي جگړي به را وپاروي. دا ځواک کولاي شي د نړۍ په ځينو برخو کي سياسي نقشي بدلي کړي. دا گواښ کولاي شي د لویي روسیي د ايجاد تفکر پياوړی کړي، لاتينه امريکا د امريکا له نويو گواښونو سره مخامخ کړي او د ويتنام، فليپين … په وړاندي د چين تعرضي سياست ته نوی قوت ور کړي… دا پيل شوی مارش د افغانستان په گټه نه دی. څومره چي نړيوال کيدل کمزوری کيږي په هماغه اندازه افغانستان ته مرستي او په دي هيواد کي د سولي تامين ته د نړۍ پاملرنه کميږي.
ناسيوناليزم د په شا گرزولو مارش دی
دا شا ته د گرزولو مارش دی. دا د ړنگ شويو پولو د بيا جوړولو مارش دی. دا د ويشلو “موږ” او “دوي” او ټولنيزي بي باوري مارش دی. دا د ” دوي” د ملامت کولو او د “دوي” په وړاندي د منفي احساس د پيدا کولو او روزلو مارش دی ، کوم چي په ټولنه کي له “دوي” ډار خپروي، ټولنيزه بي باوري خپروي او د ستنونزو پړه په “نورو” غورزوي…
په فرانسه کي د ښی افراط حزب “ملی جبهه”د “يورو”، “اروپایي اتحاد” او “نړيوال کيدلو” مخالفت کوي او په هالند او نورو اروپایي هيوادونو کي ښی افراط د اقتصاد او تجارت په هکله د تړليو سياستونو پيروي کوي او دا په بله جامه او بل رنگ کي د چپ افراط تگ لاري دي.
نړيوال کيدل اول ځل له اول نړيوال جنگ وروسته په 1919 او 1939 کالنو کي د ناسيوناليزم له مخالفت سر مخامخ شو او امريکا او اروپا دواړو د تړليو پولو سياست ته ور وگرزيدل او يوه پايله یي هم دوهمه نړيواله جگړه وه. نن يو ځل بيا نړيوال کيدل د ناسيوناليزم له گواښ سره مخامخ دی او کمزوري کيدل به یي ټوله دنيا او په ځانگړي توگه وروسته پاتي نړۍ په کلکه متاثيره کړي.
په اروپا کي دواړه ناسيوناليزم او وطنپالنه په شا تگ دی.
په اروپا کي د ناسيوناليزم د مارش بری کولاي شي يو بل هيتلر را مخته کړي.
پيل شوی ناسيونالیستی ځواک په پوپاليستي غولونکو شعارونو او وعدو تکيه کوي او په تيره بيا دا غولونکو شعارونو او وعدي له هر ترور وروسته نوی رنگ او نوی قوت ترلاسه کوي او ددي ځواک يوه محرکه قوه هم ترور او سياسي اسلام دی.
ناسيونالیستان غواړي په ځانگړي توگه په اروپایي هيوادونو کي موازي ټولني ايجاد کړي. دلته د دوي سياست د معقوليت او عقل په ځای په احساساتو، غولولو او دروغو ولاړ دی، دموکراسي او بشري حقونه د تعصب او نفرت تر گواښ لاندي راغلي دي. د امريکا انتخاباتو وښودله چي څومره احساساتو، نفرت خپرولو غولولو او دروغو په دي کار کي ونډه درلوده.
دا مارش د دونالد ترومپ په شان وگړي واک ته رسوي چي اصلآ یي وړتيا نه لري او په امريکا کي د ” خلکو د قدرت” لمړی گذار په خلکو وو. په فرانسه کي به د مارين ليپن Marine Le Pen بری بي له شکه يوه بله فاجعه وي.
د ناسيوناليزم دا پيل شوی مارش د ټولو لاس ته راوړنو او بريو سره سره نه د اوږدي مودي مارش دی او نه لوری ورکونکی ځواک لري. ناسيوناليزم د نړۍ غوښتنو او ستونزو ته ځواب نه دی. په نړۍ کي د امريکا، چين، روس په شمول هيڅ هيواد خپلي ستونزي په خپله حل کولاي نشي.
ـ کوم هيواد دی چي په يوازيتوب کي خپلي اقليمي ستونزي حل کاندي؟
ـ کوم هيواد، امريکا، روس، فرانسه، انگلستان… دی چي په يوازيتوب کي په موجود اقتصادی بحران غلبه وکړي؟
ـ ايا امريکا کولاي شي خپلي اقتصادي ستونزي د نورو له مرستي پرته حل کاندي؟
ـ ايا چين کولاي شي په خپله د محيط د ککړتيا ستونزه حل کاندي؟ …
دا يو متضاد حالت دی چي له يوي خوا انساني حقونه او ازاديگاني، اقتصاد، علم، تخنيک، اطلاعات ، اقليم، مهاجرت… نړيوال کيږي او له بلي خوا ناسيونالیستی غورځنگ په ځانگړي توگه سياسي او فرهنگي برخو کي نړۍ ويشي. نړۍ ته، د نړۍ ستونزو او غوښتونو ته ناسيوناليستي ارزښتونه دومره زاړه دي لکه ملت جوړولو ته قومي او قبيلوي ارزښتونه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.