ویلسن: امریکا په افغانستان کې د لنډ مهاله حکومت ملاتړ نه کوي

دامریکا غږ

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیر راس ویلسن وايي، امریکا په افغانستان کې د لنډ مهاله حکومت رامنځته کېدو ملاتړ نه دی کړی.

ویلسن نن چهارشنبه جنورۍ ۱۳ ( مرغومې ۲۴) پر خپل ټویټر لیکلي چې هغه او خلیلزاد په دې وروستیو کې له افغان سیاسیونو سره په دوحه کې د افغان سولې مذاکراتو د چټکتیا په اړه خبرې کړي چې په وینا یې د خلکو د اندېښنو د اورېدلو لپاره به دغو خبرو ته دوام ورکړي.

خو وايي چې دوی او امریکا په افغانستان کې د لنډ مهاله حکومت ملاتړ نه دی کړی.

هغه زیاته کړې: “موږ د یو لنډ مهاله حکومت ملاتړ نه دی کړی او د امریکا متحده ایالات هم د لنډ مهاله حکومت ملاتړ نه کوي، د افغانستان د سولې د مذاکراتو پایلې په افغانانو پورې اړه لري، موږ په دې باور یو چې د سولې نتایج د افغانانو هیلې منعکسې کړي.”
راس ویلسن زیاته کړې چې د امریکا متحده ایالات د سیاسي جوړ جاړي له لارې په افغانستان کې د شخړې پای ته رسېدو ته ژمن دی، تر څو یو خپلواک او دموکراتیک افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي.

په کابل کې د امریکا شارژدافیر پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې داسې اوازې خپرې شوې چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د سفر پر مهال له یو شمېر افغان سیاسیونو سره په افغانستان کې د لنډ مهاله حکومت په اړه د هغوی نظرونه اورېدلي دي. خو تر دا مهاله دا اوازې په خپلواکه توګه نه دي تائید شوي.

بلخوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې ویلي چې واک یوازې دخلکو د ارادې په اساس منتخب ځای ناستې ته سپاري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ډلو په دوحه کې ددوهم پړاو مذاکراتو پیلېدو لپاره مقدماتي ناستې پيل کړي دي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.