ولې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی کابل ته تللی؟

 

دامریکا غږ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو جیګپوړی پلاوی د افغانستان د عمومي وضعیت د ارزونې لپاره په یو رسمي سفر پلازمینې کابل ته رسیدلی دی.

له ارګ څخه یوه سرچینه وايي، چې دغه پلاوی ۱۵ غړي لري او مشري یې په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان سفیر کیرات عمروف کوي.

دغې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط امریکا غږ آشنا ته وویل، چې په پلاوي کې د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا سفیره نیکې هیلې هم شامله ده.

د سرچینې پر وینا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي، د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره لیدنې کړې دي او ټاکل شوې، چې د ټاکنیزو کمیسیونونو د چارواکو سربیره، د دغه هیواد د مدنې ټولنې، ښځو او سیاسي ګوندونو له استازو سره هم وویني.

افغان حکومت لا تر اوسه په رسمي ډول د دغه پلاوي د سفر اجنډا په اړه له رسنیو سره معلومات نه دي شریک کړي، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې اړه جزئیات به وروسته د رسنیو په واک کې ورکړل شي.

خو په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان سفیر کیرات عمروف، چې په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رئيس هم دی د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د دغې شورا غړي د افغانستان له خلکو سره د پیوستون د اظهارولو په موخه دغه هیواد ته سفر کوي.

د نوموړي پر وینا، دغه پلاوی به د خپل سفر پر مهال له افغان چارواکو سره لیدنه وکړي او له نږدې به د افغانستان امنیتي وضعیت وارزوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي د سفر پر مهال په پلازمینې کابل کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د ارګ او سرینا هوټل په ګډون د کابل ښار دپلوماتیکي او مرکزي برخو ته د تګ راتګ ټولې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

د کابل ښار د ترافیکو مدیریت په یو بیان کې ویلي، چې د لوړپوړو دولتي چارواکو په لار ښوونه یې، د څلورم مکروریان، عبدالحق څلور لارې، محمود خان پُل، صدارت، شیرپور، د وزیراکبرخان مینې ۱۵ او ۱۷ سرکونه، مرادخاني او د پلازا څلور لارې سرکوننه د موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.

له مونږ سره په تماس کې پاتې شئ
معلومات

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.