ولسي جرګې ته د نوماند وزيرانو د ور پېژندلو پروګرام وځنډول شو

 

 

کابل (پژواک، ٣ تله ٩٦): ټاکل شوې وه نن ولسي جرګې ته ١٢ نوماند وزيران د ولسمشر د دويم مرستيال له لوري و وپېژندل شي، خو دغه کار تر راتلونکې اوونۍ وځنډول شو.

طارق شاه بهرامي د ملي دفاع وزارت لپاره د نوماند وزير په توګه ، فيض الله ذکي د کار او ټولنيزو چارو د نوماند وزير په توګه ، نرګس نهان د کانونو او پټروليم وزارت د نوماند وزير په توګه ، محمد شفيق ګل اغا شېرزى د سرحدونو، قبايلو چارو د نوماند وزير په توګه ، حميد طهماسي د ټرانسپورټ د نوماند وزير په توګه ، عبداللطيف روشان د لوړو زده کړو د نوماند وزير په توګه ، ويس احمد برمک د کورنيو چارو د نوماند وزير په توګه ، شهزاد ګل اريوبي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د نوماند وزير په توګه، مجيب الرحمن کريمي د کار او ټولنيزو چارو د نوماند وزير په توګه، او يما ياري د عامه ګټو د نوماند وزير په توګه ولسي جرګې ته د باور رايې ترلاسه کولو په موخه ور پېژندل شوي دي.

د ولسي جرګې د اجنډا له مخې، ټاکل شوې وه چې نن به ياد نوماند وزيران د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش له لوري د باور رايې اخيستلو په موخه جرګې ته ور وپېژندل شي.

خو د جرګې منشي عبدالقادر ځاځي په يوه خبري ناسته کې وويل چې د نوماند وزيرانو معرفي په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د يوه مکتوب له مخې چې پرون مازديګر جرګې ته استول شوى، راتلونکې اوونۍ ته ځنډول شوې او وايي چې د عاشورا له مراسمو وروسته به ترسره شي.

په مکتوب کې تخنيکي چمتووالي، د نوماند وزيرانو په معرفي کې د ځنډ لامل بلل شوى دى.

ځاځي زياته کړه، ممکن حکومت دغه کار د دې لپاره کړى وي چې په کابينه کې بدلونونه راوړي، د اطلاعاتو او کلتور، بهرنيو چارو او پوهنې نوماند وزيران هم له يادو ١٢ نوماند وزيرانو سره يو ځاى معرفي کړي.

نوموړي وويل چې دغه کار د ولسي جرګې يوه کاري ورځ ضايع کړه او حکومت بايد ډېر ژر نوماند وزيران جرګې ته ور وپېژني.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.