ولسي جرګه: نړیواله ټولنه هم د افغانستان د سولې د طرحې تر شا ولاړه ده

 

دآزادی راډیو

د طالبانو له‎خوا د افغان حکومت د سولې د طرحې نه د يوه فرصت په توګه د استفادې په اړه د ناټو د عمومي سرمنشي له تازه څرګندونو وروسته د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، دا شان څرګندونې د حکومت د سولې د وړاندیز نه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ ښودنه کوي.

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې طالبان دې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې دا غوښتنې په جدي ډول تر غور او ارزونې لاندې ونیسي
ښاغلی عرفان زیاتوي:

“دا چې نړیواله ټولنه د دغه طرحې پر منلو ټینګار کوي دا په دې مانا ده چې نړیواله ټولنه هم د دې طرحې ترشا ولاړه ده او د دغې طرحې نه ملاتړ کوي، خو د دې طرحې د نه منلو په صورت کې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له‎خوا باید د طالبانو په وړاندې يو لړ اقدامات وشي.”

ښاغلی عرفان وايي، که څه هم د افغان حکومت له‎خوا په‎دغه طرحه کې د طالبانو لپاره ډېر ښه موارد ځای پرځای شوي، خو لا هم دغې ډلې په دې تړاو شین څراغ نه‎دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د افغان حکومت د سولې طرحه د وسله‎والو طالبانو لپاره يو فرصت بللی او دغه ډلې يې غوښتي چې له دغه فرصته په ګټې اخېستنې د سولې خبرو اترو حاضر شي.

ناټو: یو شمېر طالب مشران ښايي د سولې د خبرو لپاره تیاری ولري

نوموړي دا څرګندونې پرون پنجشنبې په بروکسل کې د ناټو په مقر کې د ناټو د ۲۰۱۷ میلادي کال د فعالیتونو د راپور د وړاندې کولو پر مهال وکړې او ويې ویل چې ښايي يو شمېر طالبان خبرو ته اماده‎ګي ولري.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس هم له دې مخکې ویلي و چې د طالبانو یو شمېر مشرانو له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته لېوالتیا ښودلې.

افغان ولسمشر اشرف غني درې اوونۍ مخکې د کابل د پروسې په دوهمه غونډه کې د سولې لپاره یوه نوې طرح وړاندې کړه او یو ځل بیا یې وسله‎والو طالبانو ته بې قید او شرطه بلنه ورکړه چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.

ښاغلي غني وویل، طالبان به د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د کابل په ګډون په هرځای کې چې وغواړي، د خبرو د پیل لپاره به ورته دفتر پرانېستل شي او زندانیان به یې هم خوشې شي.

په ورته وخت کې يو شمېر افغان کارپوهان د ناټو د عمومي منشي له تازه څرګندونو هرکلی کوي او وايي چې د ناټو او امریکا اوس دې نتیجې ته رسېدلې چې د افغانستان ستونزه نظامي حل‎لاره نه‎لري او باید له سیاسي لارې حل شي.
د دغو کارپوهانو له ډلې داوود مایار وايي:

“له نیکه‎مرغه ناټو، امریکا او نور هېوادونه چې ځواکونه يې په افغانستان کې حضور لري، دې مسئلې ته متوجه شوي چې د افغانستان موضوع د جنګ له لارې نه هوارېږي او باید د سولې او خبرو اترو له لارې ورته د پای ټکی کېښودل شي.”

ښاغلی مایار وايي، اوس د نړیوالې ټولنې افکار په افغانستان کې د عمومي افکار سره موازي دي چې دا ډېره مهمه مسئله ده.

نوموړی وړاندیز کوي چې مسایل باید داسې مطرح شي چې د دواړو لوریو شرایط په‎کې په نظر کې ونیول شي او روانې هڅې يوې نتیجې ته ورسېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.