ولسي جرګه: ناکامورا د پاکستان استخباراتو وژلی دی

تاند، شنبه، د قوس ۱۶مه: د ولسي جرګې یو شمېر غړو ادعا کړې چې په افغانستان کې د جاپان د سولې او طبي خدمتونو د موسسې رئیس ډاکټر تیتسو ناکامورا د پاکستان استخباراتو وژلی او باید چې په دې اړه ملي او نړیوال بنسټونه ګډې پلټنې وکړي.

د جرګې ګڼو غړو نن په عمومي مجلس کې وویل، ناکامورا د ختیځ د اوبو د مهار هڅه کوله او دې کار د پاکستان کینه ورته راپارولې وه.

وکیلانو نیوکه کړې چې ناکامورا ته د افتخاري تابعیت ورکولو پر ځای باید د هغه ساتنې ته زیاته توجه شوې وای.

بلقیس روشن په دې اړه وویل، ناکامورا افغانانو ته واقعي خدمت کاوه او آی ایس ای ځکه وواژه چې افغانان همداسې په بې وزلۍ کې ژوند وکړي: (( ولسمشر غني ته به ښه دا وه چې هغه ته یې د افتخاري تابعیت ورکولو پر ځای د ناکامورا د خوندیتوب او امنیت لپاره جدي اقدامات نیولي وای.))

مخدوم ابدال محمدي هم د ناکامورا وژنه وغندله او له کشفي بنسټونو یې وغوښتل چې د هغه قاتلین دې ژر تر ژره ونیسي.

خالد اسد بیا د ولایت مقام په څو مترۍ کې د ناکامورا وژنه د پوښتې وړ وبلله او زیاته یې کړه چې دا قتل باید په جدي ډول وڅېړل شي.

لیلما ولي حکمي هم ټینګار وکړ چې ناکامورا غوښتل افغانان خودکفا شي او بهرنیو استخباراتو د هغه دا ارمان ونه شو زغملی: (( جنرال رازق د ډیورنډ کرښې قرباني شو او ناکامورا د کونړ سیند قرباني شو.))

انیسه عمرانی بیا د ناکامورا په نوم د یو ښوونځي د نومول کېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه د خجالت ځای دی چې هغه د پاکستان په امر د افغانانو په لاس ووژل شو.

ناکامورا له ۱۹۸۰ کال راهیسې د افغانانو خدمت کړی او افغانانو د کاکا مراد په نوم پېژانده چې د چهار شنبې په ورځ په یو وسله وال برید کې له خپلو څلورو افغان ساتونکو او یو ډریور سره د ښار په منځ کې په ډزو ووژل شو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.