ولسي جرګه: د کانکور د ازموینې د سهمیه بندۍ طرحه د ځوانانو په حق کې خیانت دی

دآزادی راډیو

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د لوړو زده کړو وزارت له خوا د کانکور سهمیه بندي د ځوانانو په حق کې خیانت بولي.

د افغان حکومت له لوري د کانکور ازموینې د سهمیه بندۍ د طرحې له تصویبه وروسته اوس د ولسي جرګې ځیني غړي وایي، د دغې طرحې پلي کېدل به یو شمېر زورواکو ته د ناوړه ګټې اخیستنې او فساد زمینه برابره کړي.

د ولسي جرګې غړو د دوشنبې په ورځ په خپله عمومي ناسته کې وویل، دا طرحه د پلي کېدو وړ نه او له ملي ګټو سره په ټکر کې ده.
د ولسي جرګې دویم مرسیتال امیرخان یار چې د جلسې مشري یې کوله، د جرګې د غړو له څرګندونو وروسته وویل:

“د کانکور د سهمیه بندۍ په تړاو څرګندونې چې وکیل صاحبانو وکړې، زموږ غوښتنه له اړوند کمېسیونه دا ده چې په دې برخه کې اجرات وکړي او دا مسئله څرګنده کړي چې د وکیل صاحبانو قناعت تر لاسه شي.”

د ولسي جرګې ځینو غړو دا هم وویل چې دغه طرحه نه یوازې له متوازنې پراختیا سره مرسته نه کوي، بلکې علمي او اکاډمیکو بنسټونو ته هم زیان رسوي.

د ولسي جرګې یوه بل غړي علي اخلاقي بیا په دې اړه وویل:

“دا طرح د پلي کېدو وړ نه ده، له ملي ګټو او ملي یووالي خلاف ده او علمي او اکاډمیکه بڼه نه لري.”

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تېره اوونۍ افغان حکومت هغه طرحه تصویب کړه چې له مخې یې ځیني ولایتونو ته د کانکور د ازموینې لپاره معینه سهمیه په نظر کې نیول کېږي.

په دغې طرحې کې راغلي، هغه فارغان له دغې طرحې برخمن کېدای شي چې د ښوونځي درې وروستي کلونه یې په اړوندو ولایتونو یعنې ورسته پاتې ولایتونو کې ویلي وي.

ویل کېږي چې حکومت یاده طرحه د یادو ولایتونو نفوسو ته په کتو تأیید کړې ده.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه طرحه د هغو کسانو لپاره چې د طب، حقوقو، اقتصاد، انجنیرۍ او کرنې په برخو کې زده کړې کوي، تصویب شوې ده چې له زده کړو وروسته به بېرته خپلو ولایتونو ته ستنېږي او خپلو خلکو ته به خدمت کوي.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین له ازادي راډیو سره په خبرو کې یاده طرحه ګټوره وبلله او ویې ویل چې د دغې طرحې پلي کېدل به هېڅ کله هم فساد او ناسمې استفادې ته زمینه برابره نه کړي.
ده وویل:

“دا طرحه پر کانکور ازموینې هېڅ ډول اغېز نه لري چې ګواکي ناوړه کار اخیستنې او فساد ته به زمینه برابره کړي، د کانکور ازموینه د پخوا په شان ترسره کېږي، ۷۵ سلنه به کانکور عمومي او ۲۵ سلنه به سیمه ییز وي.”

د ولسي جرګې غړو وویل، حکومت باید د دې طرحې پر ځای په وروسته پاتې ولایتونو کې ځوانانو ته د کانکور د اماده ګۍ کورسونه جوړ کړي وای چې له مخې یې په ولایتونو کې تعلیمي ظرفیتونه لوړ شوي وای.

راپور: فيروزې عزیزي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.