ولسمشر له کورونا سره د مبارزې لپاره ۲۵ میلیونه ډالر بودیجه منظوره کړه

 

تاند، چهارشنبه، د حوت ۷مه: ولسمشر محمد اشرف غني مالیې وزارت ته امر کړی چې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۲۵میلیونه ډالر د عامې روغتیا وزارت ته ورکړي.

ښاغلي غني تېر شپه په ارګ کې په دې اړه نیول شوې غونډه کې له کورونا سره د جدي مبارزې سپارښتنې ترڅنګ ویلي چې د یاد ویروس د خپرېدو مخنیوي په هدف دي د سیمې او نړیوالو سازمانونو په کچه همغږي رامنځته شي.

ولسمشر همداراز ټولو والیانو ته سپارښتنه کړې چې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره جدي تدابیر ونیسي:”باید په ټولو ځمکنیو او هوايي بندرونو کې اسانتیاوې رامنځته او زیانمنې شوې سیمې وپېژندل شي او د ټولو تدابېرو تر څنګ دې د خوراکي او سون توکو زېرمو ته ځانګړې پاملرنه وشي. “

تر دا مهاله پ هرات ولایت کې د کرونا ویروس د یوې مثبتې پېښې د ثبتېدو خبر ورکړل شوی دی.

د افغانستان د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز هم ویلي چې په دغه ولایت کې د کورونا ویروس ۹ مشکوکې پېښې تر معایناتو وروسته منفي ثابتې شوي دۍ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.