ولسمشر غني: که غیر دولتي موسسې خپل کارونه په سمه توګه ونکړي، وبه تړل شي

 

دآزادی راډیو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که غیر دولتي موسسې خپل کارونه په سمه توګه ترسره نه کړي، وبه تړل شي.

افغان حکومت که څه هم د غیر دولتي موسسو کارونه مهم بولي، خو وايي، لګښتونه یې باید شفاف او فعالیتونه یې هم متوازن شي.
ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د کب په ۲۰ مه» په کابل کې دغیر دولتي موسسو په لومړي کنفرانس کې وویل چې که غیر دولتي موسسې سم کار ونکړي او لګښتونه یې شفاف نه وي، وبه تړل شي.

د ښاغلي غني په خبره، د غیر دولتي موسسو کار باید په پروګرام سره ترسره شي، نه پروژه یې.

ښاغلي غني زیاته کړه:

“د غیر دولتي موسساتو د کار میکانیزم پروژه يي دی، کله چې یوازې په ۱۳۹۵ کال کې ۵۱۹۸ پروژې موجودې وي، نو ایا کار یې ګټور دی؟ داسې یو هېواد ماته وښایئ چې په غیر دولتي موسسو یې اتکا د بې وزلۍ د له منځه وړلو یا اساسي پرمختګ لامل شوې وي؟ نو موږ یو اساسي بحث ته اړتیا لرو.”

ولسمشر غني وايي چې په دغه هېواد کې انجوګانې په تېرو ۱۷ کلونو کې په دې نه دي توانېدلي چې یوه پراختیايي اجنډا جوړه کړي، نوموړی وايي چې دا باید وشي.

ښاغلي غني وویل چې حکومت د خپلو لګښتونو په اړه حساب ورکوونکی دی او غیردولتي موسسات هم باید دا کار وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان اقتصاد وزارت وايي چې په دغه هېواد کې غیردولتي موسسې د کرنې، پوهنې، روغتیا، خوندیتوب، ښې حکومتوالی او زیربناوو په برخه کې فعالیت لري.
د اقتصاد وزیر مصطفی مستور جوړ شوي کنفرانس ته په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې غیر دولتي موسسو په ۱۳۹۵ کال کې ۸۵۰ ميلیونه ډالره لګولي، خو سم حساب یې نه دی ورکړی.

نوموړی که څه هم د شته موسسو د شمېر په اړه څه ونه ویل، خو ټینګار یې وکړ چې د یو شمېر موسسو د تمویل سرچینې مشخصي نه دي چې دا یوه لویه ستونزه ده.
ښاغلی مستور وایي:

“که څه هم په ډېرو برخو کې د موسسو کار ګټور او د پام وړ دی او موجوده شرایطو ته په پام سره د هڅونې دي، خو په دغه سند یا عملاً په ساحه کې یو شمېر موارد موجود دي چې تر ډېره د تامل او سمون وړ دي، ښې موسسې له بدو او بوختې له اوزګارو باید بېلې شي، د موسسو د انحلال په اړه ورسته تر دې د قانون سر سم وروسته تر دې جدي یوو او باید تخصصې شي.”

دا د غیردولتي موسسو لومړنی کنفرانس دی چې په افغانستان کې جوړېږي چې د اقتصاد وزارت په وینا، اصلي هدف یې د انجوګانو تر منځ د توازن رامنځته کول او د دوی په کارونو کې شفافیت دی.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا، په افغانستان کې په ځانګړي ډول کلیو کې د بې وزلۍ کچه ۳۹ سلنه لوړه ده چې باید د حکومت تر څنګ د غیردولتي موسسو خدمتونه د دغې پدیدې په راکمولو کې ګټور تمام شي.

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.