ولسمشر غني: که خدای کول سولې ته به له طالبانو سره د «هو» مرحلې ته ورسېږو

 

سره له‎دې چې د افغان ولسمشر له‎خوا د سولې وړاندیز د طالبانو له لوري رد شوی، خو ولسمشر اشرف غني لا هم باور لري چې کیدای شي دغه ډله وهڅول شي، څو د مذاکراتو مېز ته حاضره شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ده د حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د اختلاف وړ مسایلو د لېرې کېدو په اړه څرګندونې درلودې.

ښایې همدا مسئله له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو د عملي کېدو په برخه کې د ده د هڅو د نتایجو په اړه د ولسمشر غني د خوشبینۍ سبب شوې وي.

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په یوه اختصاصي مرکه کې وویل چې وسله‎وال طالبان به د افغان حکومت د سولې وړاندیز مني.
نوموړی وايي:

“اوربند ثابته کړه چې طالبان هیله لري چې له نورو افغانانو سره یو ځای یوه لوري ته ولاړ شي. د اختلاف وړ مسایل یو په بل پسې لېرې شول، د نړیوالو ځواکونو د رول په ګډون چې موږ واضخ ویلي چې دا به د مذاکراتو یوه برخه وي. د «سولې د وړاندیز» رد د بشپړ نه منلو په مانا نه‎دی. دا داسې دی لکه تاسو چې د واده وړاندیز کوئ، د ناوې کورنۍ په وار- وار د نه ځواب وایي او په حقیقت کې به که خدای غوښتې وه، د «هو» مرحلې ته ورسېږو.”

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل د سولې مذاکراتو لپاره د وسله‎والو طالبانو یو اساسي شرط دی.

ولسمشر غني دغه راز وویل، تر هغو چې له طالبانو سره سوله ونه‎شي، داعش وسله‎وال د طالبانو له امکاناتو استفاده کوي.

“د داعش وسله‎والو شمېر لږ شوی دی، خو دا پدیده له بهره تمویلېږي. زما ژمنه دا ده چې موږ به داعش محوه کوو. تر هغو چې له طالبانو سره سوله ونه‎شي، دا بله برخه د طالبانو له امکاناتو استفاده کوي، نو ځکه اړینه ده چې موږ خپل بین الافغاني مسایل حل کړو.”

د طالبانو ډله د کابل اداره د لویدیځ لاس‎پوڅې بولي او وایي، غواړي مستقیماً له امریکا متحده ایالاتو سره خبري وکړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جولای پر ۱۵مه راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالاتو ادارې له خپلو لوړ پوړو چارواکو غوښتي چې له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو د تطبیق په برخه کې هڅه وکړي.

په‎دې راپور کې راغلي چې یو شمېر امریکایي او افغان چارواکو د افغانستان په وړاندې د امریکا د پالیسۍ دغه بدلون تأیید کړی دی.

وسله‎والو طالبانو د روانې میاشتې په سر کې وویل چې د افغانستان له حکومت سره به خبرې ونه‎کړي.

د طالبانو دغه اعلان وروسته له هغه وشو چې د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د دوه اړخیز لنډ مهاله اوربند را وروسته د سولې خبرو د پیلېدو په اړه هیلي رامنځته شوې.

افغان حکومت د جون له ۱۲مې تر ۳۰مې پورې اوربند اعلان کړ.

طالبانو بیا یوازې د اختر په درېیو ورځو کې اوربند وکړ.

افغان ولسمشر د اوربند له ختمېدو سره سم له طالبانو بیا وغوښتل چې د سولې خبرو ته حاضر شي.

د اوربند تر ختمېدو وروسته افغانستان د یو شمېر خونړیو بمي بریدونو شاهد دی.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.