ولسمشر غني نن په نوې ډهلي کې د هند له صدراعظم سره ولیدل

دآزادی راډیو

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني نن په نوي ډهلي کې د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره ولیدل.

دواړو مشرانو د سیمي پر سولې او ثبات، امنیت او په سوداګرۍ او پراختیایي برخو کې د دواړو هېوادنو ترمنځ د ګډو پروګرامونو پر ارزولو بحث وکړ.

د ارګ په یوې اعلامیې کې ویل شوي جې دواړو مشرانو د هوایي دهلېز پر پراخوالي او د دواړو هېوادونو تر منځ د الوتنو پر ډېرېدو ټینګار کړی دی.

د اعلامیې له مخې د هندوستان صدراعظم ویلي چې هند د شاه توت بند او نورو اوبو رسولو کانالونو د جوړېدو او هم دهمداراز د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي.

هند دغه راز ژمنه کړې چې د افغان محصلینو لپاره د بورسونو په برخه کې به همکارۍ ته دوام ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او یو شمیر نور لوړ پوړي چارواکي له ولسمشر غني سره په دې سفر کې ملګري دي.

هند وړاندي اعلان کړی وو چې په افغانستان کې به ۱۱۶ پراختیایې پروژې تمویل کړي.

په ټوله کې اټکل دا دی چې هنده په تېرو اولسو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره شاوخوا درې میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

پخواني معلومات

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن په نوې ډهلي کې د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره ولیدل.

دواړو مشرانو د سیمې پر سولې او ثبات، امنیت او په سوداګرۍ او پراختیایي برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پروګرامونو پر ارزولو بحث وکړ.

ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلی غني به د تر دې لیدنې وروسته د هند بنسټ له لوري په جوړو شویو مراسمو کې وینا هم وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي له ولسمشر غني سره په‎دې سفر کې ملګري دي.

هند وړاندې اعلان کړی و چې په افغانستان کې به ۱۱۶ پراختیایي پروژې تمویل کړي.

په ټوله کې اټکل دا دی چې هند په تېرو ۱۷ کلونو کې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره شااوخوا درې میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
پخواني معلومات
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د هند پلازمېنې نوې ډېلي ته ورسېد.

ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلی غني به د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره وګوري.

په بیان کې راغلي چې ولسمشر به تر دې لیدنې وروسته د هند بنسټ له لوري په جوړو شویو مراسمو کې وینا هم وکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کمار په خپل ټویټر لیکلي چې ولسمشر غني ډېلي ته ورسېد او په نوې ډېلي کې یې د ښاري پراختیا د وزیر له‌خوا تود هرکلی وشو.

کمار لیکلي چې د افغانستان او هند ستراتېژيکه ملګرتیا ورځ تر بلې د غښتلې کېدو په حال کې ده.

تمه ده افغان ولسمشر به د هند له صدراعظم او نورو چارواکو سره د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د دوه اړخیزو همکاریو په زیاتولو او همدارنګه د تجارتي او ټرانسپورتي اړیکو پر پراختیا وغږېږي.

پخواني معلومات
ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر نن له هندي چارواکو سره د خبرو اترو لپاره نوې ډهلي ته ولاړ شي.

هندوستان ته به د ولسمشر اشرف غني دا سفر یو ورځنی وي.

په ترڅ کې به‌یې نوموړی د هند له صدراعظم نرېندرا مودي او نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، د دواړو لورو ترمنځ بحثونه به د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا متمرکز وي.

ښاغلی مرتضوي وايي:

“ولسمشر په دې یو ورځني سفر کې د هند له صدراعظم سره ګوري. د افغانستان سره په تجارتي او ټرانزیتي اړیکو او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت پر لارو چارو به خبرې اترې وکړي. همدارنګه د افغانستان د ټرانسپورت په دوامداره پراختیا کې د هند د ظرفیتونو په اړه به هم خبرې وشي. په‌دې برخه کې د هندوستان تجربې زموږ لپاره ګټورې دي.”
ځینو هندي رسنیو ویلي چې افغان ولسمشر اشرف غني به نن چهارشنبه غرمه مهال د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره وګوري او د امنیتي او سیاسي مسئلو سربېره به دواړه د چابهار بندر د پروژې په اړه هم خبرې وکړي.

هند د ایران د چابهار بندر له لارې غواړي افغانستان او منځنۍ اسیا سره سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي او دې هېواد د همدې هدف لپاره په چابهار بندر کې پانګونه کړې.

هندي رسنۍ وايي، د افغانستان او هند د مشرانو له نننۍ غونډې ډېرې هیلې کېدای شي، ځکه دواړه هېوادونه خپلو کې نږدې اړیکې او ډېر مشترکات لري.

هند او افغانستان دواړه ګاونډی پاکستان ملامتوي چې پر خپله خاوره د هغو ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات نه‌کوي چې په هند او افغانستان کې په بریدونو او نا امنیو کې لاس لري.

هند او افغانستان دواړه ګاونډی پاکستان ملامتوي چې پر خپله خاوره د ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات نه‌کوي.
هند او افغانستان دواړه ګاونډی پاکستان ملامتوي چې پر خپله خاوره د ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات نه‌کوي.
په نوې ډهلي کې سرچینو ویلي، دواړه هېوادونه ښايي د افغانستان د سولې او ثبات د هڅو په شمول خپلو کې هغه پراختیايي، تجارتي او امنیتي پروژې هم وڅېړي چې د دواړو لپاره مهمې دي.

هندوستان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې او غواړي نورې هغه پروژې هم معلومې کړي چې کابل په‌کې د نوې ډهلي همکارۍ ته اړتیا لري.

هندوستان په تېرو ۱۷ کلونو کې له افغانستان سره نږدې درې میلیارده ډالره مرسته کړې او په دې هېواد کې یې د پارلمان د ودانۍ په شمول، د سلما بند په څېر لویې پروژې تمویل کړې دي.

همدارنګه د ایران د چابهار بندر له لارې له سمندر سره د افغانستان وصلول هم هغه څه دي چې هندوستان په‌کې پانګونه کړې.
اوس نوې ډهلي موافقه کړې چې د شاه توت بند په پروژه، د کابل لپاره د څښاک د اوبو په پروژه، د چارېکار ښار ته د اوبو رسولو او له پخو سړکونو سره د بامیان د بند امیر د سړک په وصلولو کې به له افغانستان سره مرسته کوي.

هندوستان په مجموعي ډول غواړي د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې په راتلونکو پنځو کلونو کې ۱۱۶ پروژې عملي او تمویل کړي.

د افغان ولسمشر او د هند د صدراعظم نننۍ خبرې اترې د دې پروژو د کار په چټکتیا کې مهمې ګڼل کېږي.

هندوستان په تېرو ۱۷ کلونو کې له افغانستان سره نږدې درې میلیارده ډالره مرسته کړې.
چارواکي وايي، ولسمشر محمد اشرف غني هندوستان ته د هند د صدراعظم د هغې بلنې له مخې سفر کوي چې تېره اوونۍ په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر وجی ګاخالي کابل ته د سفر پر مهال ولسمشر غني ته سپارلې وه.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني به د چهارشنبې د ورځې په ماښام د هندي چارواکو سره تر لیدنو کتنو او د یو لړ اسنادو تر لاسلیک وروسته بېرته کابل ته ستون شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.