ولسمشر غني: طالبان دې بین ‌الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي

 
ښرنه(پژواک، ١٢ لړم ٩٧): ولسمشر غني يو ځل بيا پر طالبانو غږ وکړ چې بین ‌الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي، ځکه حکومت د سولې واک پرديو ته نه ورکوي.

دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني د پکتيکا له قومي مشرانو او ديني عالمانو سره د لېدنې پرمهال په مرکز ښرنه کې وکړې.

قومي مشرانو د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي، د لویو لارو د امنیت د تامین، د ټاکنو په پایله کې د لاسوهنې مخنیوي او د شفافیت رعایتولو، د بندونو او سړکونو رغاولو، د ارګون د ماسټر پلان د تطبیق، په دولتي ادارو کې د پکتیکا د ځوانو کادرونو د استخدام، علماوو او دیني علومو ته د پاملرنې او دویمې درجې ته د پکتیکا د ولایت د ارتقاء په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل.

وروسته ولسمشر وويل چې پکتیکا د شخړو، ناامنیو او بې اتفاقۍ وطن نه دی، بلکې د وحدت، یووالي او عزت سیمه ده.

غني زياته کړه چې په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې کمبود وجود لري او په دې برخه کې د پکتيکا خلک بايد خپل ځوانان په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د شمولیت لپاره وهڅوي.

هغه همداراز وویل چې د پکتيکا د لارو خلاصول د حکومت په لومړیتوبونو کې دي او په دې برخه کې د اړونده مسوولینو ترڅنګ د ولس رول هم اغېزمن دی.

ولسمشر زياته کړه چې له سیاسې اړخه د سولې زمینه برابره شوې او اسلامي نړۍ او سیمه سولې ته چمتو ده.

ده وويل چې افغانستان له پاکستان سره سوله غواړي او پاکستان باید په دې پوه شي چې باثباته افغانستان د دوی په ګټه هم دی.

هغه وویل: (( طالبان دې بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي، ځکه چې موږ د سولې اختیار پردیو ته نه ورکوو.))

دغه راز جمهورريیس غني تېرو ټاکنو ته په اشارې وویل چې د خلکو ونډه د قدر وړ ده او د ټاکنو دواړه کمېسیونونه د شفافیت د تامینولو لپاره ژمن دي ترڅو د ولس له ارادې څخه ساتنه وشي.

همدارنګه ولسمشر د پکتيکا ولايت له امنيتي او دفاعي چارواکو سره هم وليدل.

په دغه ليدنه کې ولسمشر غني وويل، هغو ځواکونو چې د امنیت په تامین کې اغېزناک رول لوبولى باید تقدیر شي.

ده زياته کړه چې امنیتي او دفاعي ځواکونه باید د کنډکونو او لواګانو په کچه عملي پلانونه ولري، ترڅو له ځواک څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخیستل شي.

ولسمشر وويل چې ۲۰۳ تندر قول اردو باید د زون لپاره په پراخه کچه واضح پلان ولري.

جمهور ريیس غني له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په همکارۍ کې د پکتیکا د ولس رول اغېزناک وباله او د دغه رول پر لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

دغه راز ولسمشر د پکتيکا د ولايتي شورا له غړو سره هم وکتل.

د ولايتي شورا د ګواشتې د لارې د خلاصولو او د دغې لارې د امنیت د تامین، د وازې خوا ولسوالۍ ته د ملي اردو د یوه کنډک د لېږد، له درېیمې درجې څخه دویمې درجې ته د پکتيکا ارتقاء، په معارف کې د اصلاحاتو، د پکتیکا لوړو زده کړو موسسه کې د پوهنځیو ډېرښت، د ښرنې د ملکي روغتون د ظرفیت لوړولو،د ولسوالیو د سړکونو د رغولو او د غیر رسمي ولسواليو د رسمي کولو په برخه کې خپل وړاندیزونه له جمهور ريیس سره شریک کړل.

وروسته ولسمشر وويل چې د پکتیکا ټولو په ځانګړي ډول د ډیورنډ په فرضي کرښه پرتو ولسوالیو امنیتي ترتیبات نيول شوي او ملي امنیت ته يې لارښوونه کړې چې د لارې امنیت د تامین لپاره عاجل اقدامات وکړي.

هغه زیاته کړه چې له امنیتي نظره پکتیکا، پکتیا او غزني سره اړیکه لري او په لویه کچه ددغې سیمې د امنیت د لا تامینولو لپاره بحث کېږي.

جمهور ريیس وویل چې د پکتیکا ولایت قومي جوړښت، یووالی او همغږي پیاوړې ده او باید په یوه داسې طرحه کار وشي، څو د امنیت په برخه کې موثریت ایجاد شي.

غني زياته کړه چې د شپږ زره ښوونځیو ودانولو لړۍ پیل شوې ده چې په پایله کې به یې د پکتیکا د ښوونځیو ستونزه هم حل شي او د لوړو زده کړو په موسسه کې به یو پوهنځی هم زیات شي.

ولسمشر همداراز ژمنه وکړه چې پکتیکا ولایت به له درېیمې درجې څخه دویمې درجې ولايت ته ارتقاء وکړي.

هغه د ولایتي شورا له غړو څخه وغوښتل چې د یوه ملي کمپاین له لارې دې خلک د تذکرې اخیستو ته وهڅوي، ترڅو ددغه ولایت د نفوس شمېر هم دقیق شي.

د يادونې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د يولوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پکتيکا ولايت ته رسېدلى دى.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.