ولسمشر غني سږنۍ روژه د افغانانو لپاره خونړۍ وبلله

 

 

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کمکي اختر په مناسبت ټولو افغانانو او مسلمانانو ته د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې سږنۍ روژه د ډېرو افغانانو لپاره خونړۍ او له ستونزو ډکه وبلله.

ولسمشر غني د افغانانو ترمنځ پر ملي یووالي ټینګار وکړ خو په عین حال کې یې وویل چې افغانستان او ټوله اسلامي نړۍ له داسې فتنې سره مخامخ ده چې پر مسلمانانو باندې عزت او خوشالي نه پیرزو کوي.

«اهل فتنه نه د روژې احترام کوي او نه د جومات، نه د جنازې د لمانځه پروا کوي او نه د قرآنکریم د پاڼو په سوځولو حیا ورځي. حقیقت دا دی چې موږ له یوه بې عقیدې او بې همته دښمن سره مخامخ یو.»

د افغانستان ولسمشر د روژې په میاشت کې د تروریستي بریدو زیاتېدو ته په اشارې وویل«د روژې په بختورو ورځو کې چې د عبادت لپاره ارام ذهن پکار دی زموږ په ګران هیواد کې باغیانو کابو هره ورځ د وینو ټغر وغواړوه او افغانستان ته د تاوان رسولو لپاره یې هره هغه هڅه وکړه چې په وس یې پوره وه.»

د روژې لومړۍ ورځ په خوست کې په یوه خونړي تروریستي برید پیل شوه چې مسوولیت یې طالبانو په غاړه واخیست. دې برید لږترلږه ۱۸ تنه شهیدان کړل.

ورپسې د کابل په زنبق څلور لارې کې تروریستي برید ۱۵۰ تنه شهیدان کړل.

د حقاني شبکې له لوري د زنبق څلور لارې له وحشیانه بریده وروسته تروریستانو د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال د زوی د جنازې په مراسمو کې ۳ انتحاري بریدونه وکړل.

سږنۍ روژه د لشکرګاه په تروریستي برید پای ته ورسېده چې تر۴۰ تنو زیات افغانان پکې شهیدان شول او تر ۶۰ ډېر نور ټپیان شول.

ملا هیبت الله، چې د افغانستان د دولت په وسله والو مخالفو ډلو کې تر ټولو د لویې ډلې مشر دی او د روژې د میاشتې د اکثرو بریدونو مسوولیت یې په غاړه داخیستی دی، وړمه ورځ د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د جګړې پر دوام د تاکید په ترڅ کې وویل، تر څو چې د ناټو ټول پوځیان له افغانستانه وتلي نه وي جګړې ته به دوام ورکړي.

روسیې د هیبت الله د پیغام ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د طالبانو د مشر د څرګندونو ننګه کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.