ولسمشر غني: سولې لپاره خپل سر نذرانه کوم خو دا یوازې د دولت کار نه‌دی

دآزادی راډیو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، له ټولو افغانانو وغوښتل چې د جګړې د بندېدو او پایدارې سرتاسري سولې له‎پاره غږ پورته کړي.

محمد اشرف غني وايي، دی د سولې لپاره خپل سر نذرانه ورکوي، خو په خبره‎یې سوله یوازې د دولت کار نه‎دی او ولس پورې هم اړه لري.

ښاغلي غني دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې په یوه غونډه کې وکړې او ویې ویل چې پایداره سوله دقت غواړي، خو اول قدم اخېستل یې جرأت دی.
نوموړي زیاته کړه:

“د افغانستان ټول خلک باید غږ پورته کړي چې سوله غواړو، د جګړې ختمول غواړو، ثبات او عزت غواړو. که زما سر د سولې لپاره غواړي په دواړو لاسو یې ورکوم، بین‎الافغاني مذاکرات غواړو، سوله اوس ولس پورې اړه لري، یوازې د دولت کار نه‎دی، پایداره سوله دقت غواړي خو اول قدم اخېستل جرأت دی.”

ښاغلي غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې روانه جګړه هېڅ ډول مشروعیت نه‎لري او دغه جګړه یې سیمه‎ییزه او نړیواله وګڼله.

افغان ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سولې په برخه کې روان کوښښونه هیله بخښونکي دي.

د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، اوس‎مهال له وسله‎والو طالبانو سره د سولې د خبرو په هدف په ملي، سیمه‎ییز او نړیواله کچه هڅې روانې دي.
نوموړی وايي:

“زموږ پروګرام دا دی چې د خبرو له لارې سوله وشي، نورې حلقې هم شته چې هغوی خپل پروګرامونه لري، خو له موږ سره په تماس کې دي او له موږ سره هماهنګ دي، انشالله څه هڅې د هغوی له‎خوا، څه زموږ له‎خوا، څه د سیمه‎ییزو هېوادونو او څه هم د نړېوالې ټولنې له‎خوا، زه هیله مند یم چې دا سولې ته لار هواروي.”

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د سولې په برخه کې په تر ټولو تازه اقدام کې د سې شنبې په ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه جده کې د اسلامي همکاریو د سازمان غونده جوړه شوه چې په‎دغه غونډه کې په افغانستان کې جګړه وغندل شوه او د دغه هېواد د سولې له بهیره ملاتړ وشو.
د اسلامي همکارۍ سازمان رئیس: باید افغانستان سولې او ثبات ته ورسېږي
بل‎خوا د طالبانو دوو مشرانو چې له امریکا سره د خبرو له بهیره خبر دي، روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو د مشرتابه د یوه پلاوي په ترکیب کار کوي چې له امریکایي چارواکو سره په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو بل پړاو خبرو ته کښیني.
خو د افغانستان د سولې او نجات شورا مسوولین انتقاد کوي چې حکومت د سولې په برخه کې لازمه پرېکړه نه‎شي کولای او په‎کار ده چې په‎دې برخه کې عالمان، مخورو او سیاسیون سره راټول شي.
د یادې شورا رئیس ګل رحمان قاضي ويي:

“زه فکر کوم چې حکومت لارم تصمیم نه‎شي نیولی، څه چې په مخه ورځې همغه کوي او عواقب یې هم نه سنجوي، داسې حالت کې باید د ملت هغه د اعتماد وړ شخصیتونه، علماء، پوهان او سیاسیون دوی سره راټول شي او د یوې افغاني ملي سولې لپاره لاره هواره کړي.”

د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړي بیا ټینګار کوي چې د سولې د خبرو تر څنګ پر وسله‎والو طالبانو نړیواله فشارونه هم حتمي دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي ازادي راډیو ویلي چې هغه هېوادونو چې د افغانستان د سولې پروسې ته رامخته شوي اقدامات یې باید صادقانه وي او په یاده برخه کې خپلې ژمنې په عمل بدلې کړي.

راپور: اجمل تورمان

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.