ولسمشر غني د پیر سید احمد ګېلاني مړینه لویه ضایعه وبلله

 

دآزادی راډیو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او یو شمېر مقاماتو د سولې عالي شورا او د ملي محاذ ګوند مشر پیر سید احمد ګېلاني مړینه ټولو ته یوه ضایعه بللې او ویلي یې دي چې ځای به‌یې تل تش پاتې وي.

د افغانستان په روان بحران کې لږ تر لږه د یوې مخالفې ډلې پخلا کوونکی پیر سید احمد ګېلاني د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۴ کلونو په عمر ساه ورکړه.

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې افغانانو په خورا حساس وخت کې خپل ملي مشر او جهادي رهبر له لاسه ورکړ.

ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې د ولسمشر غني په حواله ویلي چې افغانستان د سولې او ثبات د تأمین او نورو ملي مسایلو په اړه د پیر سید احمد ګېلاني پوهې، لارښوونو او نظریاتو ته تر بل هر وخت زیات ضرورت درلود او مړینه‌یې د افغانستان لپاره یوه ضایعه ده.
د بیان له مخې د پیر ګېلاني په مشرۍ د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې بین‌الافغاني خبرې په بریالیتوب ترسره شوې.
د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون پرون شپه ازادي راډیو ته تائید کړه چې پیر سید احمد ګېلاني د ورپېښې ناروغۍ له امله د ملي امنیت په روغتون کې د شنبې شپې په اووه بجو او ۴۵ دقیقو ساه ورکړه.

مولوي اوچقون د ښاغلي ګېلاني مړینه افغانانو ته یوه نه‌جبرانېدونکې ضایعه وبلله او ویې‌ویل چې د هغه ځای به د تل لپاره خالي وي..

مولوي عبدالخبیر اوچقون زیاته کړه:

“په تأسف سره وایم چې پیر صاحب د ملي امنیت په روغتون کې د شنبې په ورځ ماښام مهال په اوو بجو او ۴۵ دقیقو باندې ساه ورکړه، د مرحوم پیر صاحب مړینه یوه ستره ضایعه ده، د دې ضایعې جبرانول به د افغانستان خلکو او دولت ته ډېره مشکله وي.”

پیر سید احمد ګېلاني تېر کال د سولې عالي شورا رئیس وټاکل شو.

پیر ګېلاني ته یوه نېږدې کس ازادي راډیو ته وویل چې هغه نه‌یوازې له حزب اسلامي سره د سولې خبرې بریالۍ پای ته ورسولې بلکې د طالبانو له ځینو استازو سره‌یې څو څو واره مستقیمې خبرې هم وکړې.

د ارګ ماڼۍ د معلوماتو له مخې پیر سید احمد ګېلاني په ۱۳۱۱ لمریز کال کې د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ کې زېږېدلی و تر لومړنیو او دیني زده‌کړو وروسته‌یې د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځی ولوست.

ښاغلي ګیلاني په ۱۳۴۳ لمریز کال کې د افغانستان د اساسي قانون په لویه جرګه کې فعاله برخه درلوده.

هغه د روسانو په وړاندې په جهاد کې له اوو افغان ګوندونو د یوه ګوند ملي محاذ مشري کوله.

په ۱۳۷۷ لمریز کال کې یې د سولې او یووالي ټولنه رامنځته کړه او د بُن په کنفرانس کې یې هم فعاله ونډه واخیسته.

راپور: صفي‌الله ستانکزی
راسره ملګري شئ
اړيکه
زموږ سره اړیکې
معلومات
زموږ په اړه

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.