ولسمشر غني د پاکستاني طالبانو د مشر وژل کېدا تایید کړه

 
تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله وژل کېدا تایید کړه.

ولسمشر غني د جمعې په ورځ ناوخته /جون۱۵/ په یوه ټویټري پیغام کې د کونړ ولایت په مروره ولسوالي کې د پاکستاني طالبانو د مشر وژل کېدا تایید کړې او هغه یې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اعتماد جوړولو لور ته یو لوی ګام بللی دی.

ولسمشر غني دا هم ویلي چې په دې اړه یې د پاکستان له موقت صدراعظم نصیرالملک او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره خبرې کړي دي.

د پاکستان پوځ هم د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان ولسمشر له قمر باجوه سره د ملا فضل الله د وژل کېدو په اړه خبرې کړي دي.

ولسمشر غني ویلي«د ده وژنه د افغانستان د امنیتي ادارو په مشرۍ د نه ستړې کېدونکو استخباراتي هلوځلو نتیجه ده.»

ولسمشر غني دا هم ویلي چې د پاکستان له صدراعظم او د پوځ له لوی درستیز څخه یې په کلکه وغوښتل چې دوی دې هم په پاکستان کې مېشت افغان طالبان د سولې د خبرو مېز ته راولي.

تر دې وړاندې د امریکا پوځ ویلي و چې بې پېلوټه الوتکو یې د پنجشنبې په ورځ /جون ۱۳/ د کونړ په مروزه ولسوالي کې د پاکستاني طالبانو مشر په نخښه کړی دی.

پاکستاني طالبانو تراوسه پورې څه نه دي ویلي.

پاکستاني طالبان، چې د افغانستان، امریکا او پاکستان له لوري پر له پسې تر فشار لاندې دي، اکثره مشران له لاسه ورکړي او سخته ځپل شوي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.