ولسمشر غني د هیواد پر امنیتي او سیاسي حالاتو له سیاستوالو سره خبرې وکړې

 

تاند(چهارشنبه، د ثور ۸) راپورونه وايي چې ولسمشر غني تېره شپه په ارګ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول له یو شمېر مطرح څېرو سره د سولې او نورو مسلو په اړه خبرې کړي دي.

په دې غونډه کې، چې عبدالرب رسول سیاف، عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاستوالو ګډون درلود د سولې د بهیر ترڅنګ د هیواد پر روانو امنیتي او سیاسي حالاتو خبرې وشوې.

دوی له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو پر وتلو او په ترکیه کې د احتمالي غونډې په اړه هم نظرونه تبادله کړل.

ارګ وايي چې د دې غونډې هدف له سیاسي مشرانو سره د حکومت د دریځونو همږغي وه او په پام کې ده چې دا ډول نورې غونډې هم جوړې شي.

دا غونډه وروسته له دې دایره شوه چې پرون د پاکستان یو جګپوړی پلاوی کابل ته راغی او د افغانستان له ولسمشر سره یې د دوو هیوادونو پر اړیکو او د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

په همدې حال کې پاکستاني سرچینې وايي چې د دغه هیواد پوځي مشرانو پر طالبانو فشار راوړی چې د استانبول په غونډه کې ګډون وکړي او که ګډون ونه کړي عواقبو ته دې یې انتظار وباسي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.