ولسمشر غني د مخابراتو پر وزارت د ترهګرو برید د هغوی د وحشي توب نخښه وبلله

 

تاند- د افغانستان ولسمشر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پر وزارت د شنبې د ورځې د تروریستي حملې د شنډولو په ترڅ کې د افغان امنیتي ځواکونو زوړرتیا او مهارت وستایه.

محمد اشرف غني وویل، د تروریستان د حملې په لړ کې امنیتي ځواکونو د وزارتونو ۲زره کارکوونکي روغ له ودانیو وایستل.

پرون /شنبه/ ۵ وسله وال انتحاري ترهګر له یوه زیارت څخه د افغان پوست مرکزي ادارې ته ننوتل او له هغه ځایه یې د مخابراتو پر وزارت برید وکړ خو امنیتي ځواکونو اجازه ورنه کړه چې د وزارت ودانۍ ته ننوځي.

ولسمشر غني وویل«دې برید د ترهګرو زړه ورتیا نه بلکې د هغوی وحشي توب ثابت کړ.»

ده، چې نن /یکشنبه/ د کابل له حملې یوه ورځ وروسته خبرې کولې، زیاته کړه«که تاسو (ترهګر) غواړئ چې زموږ له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره وجنګېږئ، دا (عامه ځایونه) د جنګ میدان نه دی… تاسو په کوم حق د خلکو پر عزت برید کوئ؟ چا دا حق درکړی چې په زور د خلکو کورونو ته ننوځئ او له هغو څخه د ډال په توګه کار واخلئ؟»

ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو همغږۍ او واحدې قوماندې ته په اشارې وویل «پرون موږ او ټول ملت شاهدان وو چې زموږ سرتېرو په واحده قومانده، واضح پلان او مدبرانه ترتیباتو هیوادوالو او دولتي املاکو ته د زیاتو تلفاتو او تاوانونو د اوښتو او ودانۍ ته د هغوی د ننوتلو مخه ونیوله او تروریستان یې د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسول.»

د افغانستان ولسمشر د دولت وسله والو مخالفانو ته په خطاب کې وویل«تاسو د سولې جرات نه لرئ. تاسو د هیواد د دښمنانو پر ضد د ګډې جبهې د جوړولو زړه نه لرئ.»

ولسمشر وویل«ملت او دولت په مراتبو ویلي چې د جنګ د دوام لپاره هیڅ شرعي او واضح فکري دلیل نشته، دا د افغانستان په خلکو تحمیل شوی جنګ دی، مګر هغوی چې لا هم د سوله ییز حل پرځای د جنګ پر دوام ټینګار کوي، ملامت دي.

محمداشرف غني وویل چې پر ملکي وګړو او ادارو برید د ذلت وروستۍ نښه ده.

ده زیاته کړه، «تروریستان چې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخېدو جرئت نه لري، نو پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو بریدونه کوي او ډېرې کورنۍ د دوی له لاسه د غم په ټغر ناستې دي.»

ده په عین حال کې یادونه وکړه چې هیڅ افغان د جګړې غوښتونکی نه دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.