ولسمشر غني: د توریزم پراختیا د ترورېزم مخه نیسي

 

دآزادی راډیو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د توریزم د صنعت وده او پراختیا د ترورېزم مخه نیسي.

افغان ولسمشر وايي، توریزم په نړۍ کې د کاروبار ترڅنګ د ملتونو او ولسونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي، فرهنګونه غوړه وي او د ترورېزم مخه نیسي.

محمد اشرف غني چې د یکشنبې په ورځ یې په کابل کې د «توریزم په وړاندې د ترورېزم ګواښ» ترعنوان لاندې دوه ورځني علمي او څيړنیز سمینار کې وینا کوله ټینګار وکړ چې توریزم ته دې د ترورېزم ضد وسیلې په توګه وکتل شي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

“موږ توریزم ته د ترورېزم ضد وسیلې په سترګه وګورو، تاسې په دې وغږېدئ چې ترورېزم سېلانیانو ته خنډونه جوړه وي، زما برعکس دلته عرض دا دی چې توریزم د ترورېزم مخه نیسي.”

بامیان چې د افغانستان له لرغونو سیمو شمېرل کېږي.
بامیان چې د افغانستان له لرغونو سیمو شمېرل کېږي.
ښاغلی غني زیاتوي د افغانستان طبیعي ښکلا او لرغوني ځایونه یوه پانګه ده او که د توریزم صنعت وده وکړي، هرکال به د پنځه میلیون په شاه خوا کې بهرني سیلانیان له افغانستان څخه لیدنه وکړي.

محمد اشرف غني دغه شان وویل چې کورنی توریزم هیر شوی او ټینګار یې وکړ چې کورنی توریزم په ملي وحدت کې رغنده رول لرلی شي.

دی وايي، له فرانسوي لرغون پوهانو سره هوکړه شوې چې د افغانستان د لرغونو ځایونو نقش چمتو کړي.

خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر وايي چې په افغانستان، سیمه او حتی نړۍ کې تروریستي پېښو د سیلانیتوب صنعت ته زیان رسولی دی.

محمد رسول باوري چې په همدې عملي او څېړ نیز سیمینار کې چې له افغان پوهانو سربېره د پغمان کلتوري جشن ته له خبیر پښتونخوا څخه راغلو مېلمونو هم ګډون کړی و وویل چې توریزم په افغانستان او سیمه کې د سیلانیتوب د ودې او پراختیا خنډ ګرخېدلی.
نوموړي زیاته کړه:

“زموږ په هېواد، سیمه او حتی نړۍ کې تروریستي پېښو د سیلانیتوب صنعت ته پوره زیان رسولی، تروریستي ناوړه عملونو، زموږ په هېواد او سیمه کې، د سیلانیتوب د ودې او پراختیا خنډ ګرځېدلی، خو بیا هم د سیلانیتوب صنعت د ژوندي ساتلو لپاره یو لړ چارې او فعالیتونو ترسره شوي دي.”

که څه هم ښاغلي باوري افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو د راتګ په اړه کره معلومات ورنه کړل، خو ويې ویل چې په تېرو شپږو میاشتو کې یو میلdون افغانانو له مزار، ۷۰۰ زره له قرغې او ۸۰۰زرو له بابر بڼ څخه لیدنه کړې چې له درکه یې ملي بودجې ته ۲۵ میلیونه افغانۍ عاید ورغلی دی.

د کابل بالاحصار هم د افغانستان له لرغونو سیمو شمېرل کېږي.
د کابل بالاحصار هم د افغانستان له لرغونو سیمو شمېرل کېږي.
افغان ولسمشر وایي، افغانستان لکه څنګه چې په زرګونه کلونه د فکر، فرهنګ او تمدن د انتقال او اتصال یو لوی مرکز و، د ده په خبره په راتلونکي کې به هم ان شاءالله دغه ځای ولري او ترورېزم به یې په هیڅ وجه پر

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.