ولسمشر غني: د افراطیت یو دلیل دا دی چې موږ له خپله اصله لیرې شوي یوو
دآزادی راډیو
افغان ولسمشر ټينګار کوي چې پردي باید د افغانستان د هغو معنوي پانګو په اړه چې دغه هېواد له افراطیته ژغوري، تېروتنه ونهکړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان معنوي ارزښتونو ته په اشارې سره وايي، تصوف د افراطي ځوانانو لارښود دی او دا دیني پدیده له هغو ریښو سره تشبه کوي چې په وینا یې، تر کومه چې دغه ریښې پیاوړې وي، لهمنځه نهځي.
ښاغلي غني د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۴» د تصوف پیروانو یوې ناستې ته په وینا کې له دوی وغوښتل چې د دغې طریقې د پیاوړتیا لپاره لاس په کار شي او د صوفیه طریقې متنونه راټول او چاپ کړي.
ولسمشر غني وویل، هغو کسانو ته چې په افغانستان کې د تصوف د تاریخ په تړاو ښه څېړنه وکړي، جایزه ورکوي.
ده زیاته کړه:
“موږ نن د ټولنې یوځای کولو او نښلولو ته راټول شوي یوو، د افراطیت یو دلیل دا دی چې موږ له خپله اصله لیرې شوي یوو او هر تعبیر ته مراجعه کوو، ځوانانو ته باید لارښوونه وشي، اوسمهال اساسي ستونزه دلته ده چې هغه ځوانان چې نن افراطیت ته مخه کوي، فکر کوي چې موږ کومه ریښه نهلرو.”
ښاغلي غني دې ته په اشارې چې تصوف ته په افغانستان کې کار نهدی شوی، وویل چې نور هېوادونه د مولانا جلالالدین بلخي په څېر په معنوي ارزښتونو ویاړي، خو په وینا یې چې افغانستان د هرې ورځې په تېرېدو سره په دې برخه کې فرهنګي فقر سره مخ کېږي.
افغان ولسمشر همدارنګه لوړو زدهکړو، اطلاعاتو او فرهنګ او پوهنې وزارتونو ته سپارښتنه وکړه چې د افغانستان په فرهنګي نصاب کې تصوف ته ځای ورکړي.
تصوف چې په یو ډول عارفانه او زاهدانه طریقه ده، په افغانستان کې ځانګړی ځای لري.
قدریه، چشتیه، نقشبندیه او سهروردیه طریقې هم دا مهال په افغانستان کې ډېر پیروان لري چې ډېری یې په کابل او هرات کې مېشت دي.
افغان حکومت په داسې حال کې له افراطي پدیدو د افغانستان د ژغورلو لپاره تصوف مهمه پدیده ګڼي چې څه موده مخکې د میلاد النبي په ورځ په کابل کې د اهل تصوف پر پیروانو انتحاري حمله وشوه او ۴۷ تنه پهکې ووژل شول.
په دغه ناسته کې بیا د تصوف د برخې پیروان وايي، یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې دیني او مذهبي مسایلو ته لمن وهي، څو په دغه هېواد کې معنویت لهمنځه یوسي.
د قدریه تصوف پیرو لطفالله قادري ټينګار وکړ چې په اسلامي نظامونو په ځانګړي ډول په افغاستان کې باید د اهل تصوف لارښوونو ته چې له وینې تویېدنې مخنیوی کوي، درناوی وشي.
دی زیاتوي:
“له حقاني علماوو پرته دا نظامونه نهشي چلېدلای، اسلامي تصوف ته ډېره اړتیا ده، خو تر اوسه ورته پام نهدی شوی، صوفیان خلکو ته لارښوونه کوي او دا درس ورکوی چې غله ونهاوسئ، غاصبین ونهاوسئ، خلک ونهوژنئ، جاسوسي ونهکړئ او له خپل هېواد، خاورې، عزت او ناموسه ساتنه وکړئ.”
د چشتیه طریقې یو پیرو حمید حیدري بیا له ولسمشر غني وغوښتل چې د سولې او سیاسي مسایلو په برخه کې د اهل تصوف د طریقې له پیروانو سره هم مشوره وکړي.
راپور: ناجیه ساپۍ
نظرات بسته شده است.