ولسمشر غني: درې مياشتې وخت راکړئ په پکتيا کې ۱۴لويې پروژې پلې کوم

 

دآزادی راډیو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ د پکتيا مرکز ګردېز کې قومي مخورو او ولسي خلکو سره له فاتحې، غمشرکۍ او ليدنې وروسته په نظامي او ولسي غونډه کې د خبرو پر مهال ژمنه وکړه چې له دې ورځې وروسته پکتيا لومړۍ درجې ولايت ته ارتقاع کړې او د متوازن انکشاف د تيوري له مخې به په پکتيا کې ۱۴ لويې پروژې پلې کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پکتياوالو علماو، قومي مخورو، ولسواليو اوسېدونکو، په ولسي او مشرانو جرګه کې د پکتيا د خلکو له استازو، ولايتي شورا وکيلانو او مدني ټولنو سره د پکتيا په مرکز ګردېز کې د تېرې سې شنبې ورځ د پېښې له امله د غمشريکۍ او فاتحې کولو څخه وروسته د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندانۍ د غونډو په تالار کې نظامي او ولسي غونډې ته د وينا پر مهال پکتيا د لومړی درجه ولايت اعلانولو ترڅنګ وويل:
“دا وارې به څو اقدامات درسره شريک کړم، لومړۍ غوښتنه مو دا وه چې پکتيا لومړۍ درجه شي، وشو او دويمه غوښتنه مو دا وه چې د زرمت او غزني سړک جوړ شي تر کار لاندې دی جوړېږي او شپږ نور سړکونه هم د ياري صاحب په پلان کې دي او په تفصيل به درسره شريک شي او درېيمه غوښتنه مو وه چې زرمت ولسوالۍ دې دوه شي نو بېګ صاحب اقدام کړی په راتلونکې يوه مياشت کې به دوه ولسوالۍ شي.”

ولسمشر زياته کړه چې د غزني ګردېز ترمنځ سړک، ۶ نور سړکونه، زرمت دوه ولسوالۍ کول، د صنعتي پارک چارو پيل او پکې د مسلکي چارو ښوونځی جوړول، ۴۰ ورځو کې پکتيا ته د انتقالي برېښنا رسول، د روغتون لپاره دوه نيم ميلیونه ډالر ځانګړې شوې بودجه انتقال او تشکيل پوره کول، په ګردېز کې د ساحوي روغتون شروع، حلقوي سړک، مچلغو او دوه نور بندونه په دغه کال کې پيلېږي، ۳۶ نويو ښوونځيو ته به د سږ بودجې نه پيسې انتقال او کارونه به يې پيل شي، د ولايت نوی تعمير او مېلمستون به هم جوړ شي.

ولسمشر غني د پکتيا له ولسونو وغوښتل چې د والي په مشرۍ دې ولايتي شورا، قومي مخور او مدني ټولنې په شريکه د نوې قوماندانۍ د جوړېدو لپاره ځای مشخص کړي او په عاجل ډول به دوی دغه پروژه پيل او بشپړه کړي:

“د پکتيا امنيه قوماندانۍ د جوړېدو لپاره بودجه د کورنيو چارو له وزير سره شته تاسې شکايت کړی وو چې دغه قومانداني د ښار په منځ کې ده نو تاسې فيصله وکړئ، چې چېرته يې غواړئ والي صاحب، ولايتي شورا او ټول سره کينئ فوراً به کار شروع او قومانداني به پای ته ورسېږي.”

ولسمشر وويل دغه ټولې پروژې به سږ کال پيل او يو شمېر يې که د کومو طبیعي ستونزو او مشکلاتو پر اساس پاتې کېږي په راتلونکي کال کې به د ۹۷ کال تر پايه سر ته ورسېږي.

د افغان ولسمشر ژمنو او ورسره راغليو د کابينې غړيو او پلاوي ته سپارښتنو پر اساس د پکتيا ولسونه، مدني فعالان او د جلسې ګډونوال خوښ وو ويل يې، که چېرته د ولسمشر وروستۍ څرګندونې عملي شي تر ډېره بريده به يې غوښتنې پوره شوې وي، د ځوانانو پارلمان غړی شفيق الله سحر وویل:

“ولسمشر پکتيا ته په سفر کې له پکتياوالو سره ډېرې ښې وعدې وکړې او پکتياوال يې له څرګندونو ډېر خوشال وو او که چېرته يې دغه وعدې عملي شوې نو بيا، خو د پکتيا ستونزې هوارېږي او په خپله ولسمشر وويل چې که چېرته دا کارونه ونه شول تاسو په پاڅونونو او مدني فعاليتونو او مبارزو سره له ما دا حق واخلئ.
دا پکتيا ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني درېيم کاري سفر دی چې دغه ولايت ته يې ترسره کوي او په درې واړو سفرونو کې يې د نظامي او ملکي اداري چارواکو ترڅنګ له ولسونو سره ليدنه کړې خو داځل يې په خپل سفر کې پکتياوالو ته د عملي کار او د متوازن انکشاف په لړ کې پکتيا ته د جدي پاملرنې خبره وکړه.

ولسمشر غني پکتیا ولایت ته دغه سفر پر داسې مهال کوي چې د تېرې سې شنبې په ورځ په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو په ډله ییزو انتحاري حملو کې د دغه ولایت د امنیه قوماندان په ګډون ۶۰ تنه ووژل شول.

راپور: داود تپان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.